ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت د ښوونیز څار برخې د ٧ غړو دندې وځنډول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونیز څار برخې د ٧ غړو دندې وځنډول شوې

author avatar
18 Jun 2019 - 18:52
د پوهنې وزارت د ښوونیز څار برخې د ٧ غړو دندې وځنډول شوې
author avatar
18 Jun 2019 - 18:52

 کابل (پژواک، ۲۸غبرګولی ۹۸): د پوهنې وزارت وایي چې له دندو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو دې وزارت د ښوونیزې څارنې څانګې د اوو غړو دندې ځنډولې دي.

د یاد وزارت ویاندې نوریې نزهت، نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کسان په کابل، بدخشان، ننګرهار او کونړ ولایتونوکې د پوهنې ریاستونوڅارنیز غړي وو.

 نزهت زیاته کړه چې د یادو کسانو دندې تېره اوونۍ ځنډول شوې دي.

نوموړې دغه راز وويل: ((د پوهنې وزارت د څارنیزې برخې یادو کارکونکو، د دندې ترسره کولو پرمهال ناغېړي کړې د اړوندې ادارې مشرتابه له لوري د ښوونکو په اړه د مثبت راپور وړاندې کولو په بدل کې له هغوی څخه د بډوغوښتنه کوله اوهغو ښوونکوچې د دوی له غوښتنې یې سرغړونه کوله، هغوی يې له دندو په ګوښه کولوګواښل.))

د پوهنې وزارت ویاندې ټینګاروکړ چې دا مهال، د پوهنې وزارت د یادوکارکونکو دوسیې د دې وزارت د داخلي تفتیش ریاست له لوري ترڅېړنې لاندې دي اوکه دا تورونه پرې ثابت شي، عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.