جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې د داخلي بې ځايه شوو د ستونزو د دايمي حل لپاره يې پر يوې نوې طرحه کار پيل کړی چې ورسره به د کډوالو ستونزې دايمي حل شي.
دوی وايي، په همدې موخه يې ننګرهار کې مېشتو د کډوالو برخه کې مرسته کوونکو ملي او نړيوالو موسسو له مسوولينو سره ګډه غونډه جوړه کړې چې د هغوی نظريات هم راټول کړي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست مسوولينو دا څرګندونې د غبرګولي په ۲۸مه په جلال اباد ښار کې د کډوالو چارو وزارت له لوری د داخلي بې ځايه شوو د ستونزو د حل په موخه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وکړې.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو رييس نجيب الله قيومي وويل، نن يې دې غونډې ته د ملي او نړيوالو موسسو استازي، د داخلي بې ځايه شوو کورنيو غړي او مدني فعالان راغوښتي.
دی وايي، له يادو کسانو په ننګرهار کې د داخلي بې ځايه شوو کسانو د ستونزو د دايمي حل لارو په اړه نظريات راټولوي.
هغه هيله وښوده چې د دغه نوي جوړېدونکي پلان په تطبيق سره به ننګرهار کې د داخلي بې ځايه شوو ستونزو ته لنډمهال، اوږدمهال او دايمي حل ولټول شي.
د ننګرهار ولايتي ادارې مسوولين بيا وايي، په تېر کې هم ورته پلان جوړ شوی و خو وزارت يې په تطبيق کې پاتې راغلی و.
د ننګرهار ولايت مقام کارپوه اکبر شير پژواک اژانس ته وويل، څو کاله وړاندې هغه مهال چې د دغه ولايت ولسواليو کې امنيتي ننګونې ډېرې شوې او خلک کډوال شول، نو دوی د کډوالو د ستونزو د حل لپاره يو پلان جوړ کړ چې بيا د وزارت له لوري تطبيق نه شو.
خو د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي وويل چې هغه پلان يو څه نيمګړتيا درلوده او دا ځل يې د نيمګړتياوو د مخنيوي په موخه له اړوندو موسسو سره مشورې پيل کړې چې تطبيق کې به يې هم کومه ستونزه رامنځته نه شي.
داخلي بې ځايه شوي وايي، د دوی په نوم مرستې راټولېږي خو په بشپړه توګه نه ورسېږي.
د شيخ مصري په نوم د بېځايه شوو د يو کمپ د ښځو د شورا مشره ملالۍ ميوند وايي، کډوالو ته يا بايد خپلو سيمو کې امنيت تامين شي او که نه نو بايد د کډوالۍ د ژوند ښه والي لپاره ورسره منظمې مرستې وشي.
د ننګرهار لرو پرتو ولسواليو کې د نا امنيو، امنيتي ځواکونو د عملياتو او وسله والو د خپلمنځي نښتو له امله نږدې سل زره کورنۍ کډوالې شوې چې ډېری هغه يې د جلال اباد ښار او نږدې ولسواليو کې مېشتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن