کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): د کليو پراختيا وزارت له پرمختيايي شوراګانو سره د کونړ سيند د لس کيلومتره استنادي دېوال او د کوچيانو ژوند د ښه والي په موخه د نهو پروژو تړونونه لاسليک کړل.
د کليو پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي د تړونونو د لاسليک په مراسمو کې وويل چې پر دې پروژه ټولې ٣١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه پروژې په کونړ، کاپيسا، لوګر، خوست، جوزجان، کندهار او زابل ولايتونو کې پلې کېږي.
د ده په وينا، په پام کې ده چې د کونړ سيند پر غاړو د څه باندې يو ميليارد افغانيو په لګښت ٤٠ کيلومتره استنادي دېوال جوړ شي چې ورسره به ٣٦٠٠ هکتاره شاړه ځمکه په کرنيزې هغې بدله شي.
خو هغه وويل چې د ننني تړون له مخې به د شاوخوا ٢٩٠ ميليونه افغانيو په لګښت د اوس لپاره لس کيلومتره استنادي دېوال جوړ شي او پاتې نور به يې راتلونکې کال جوړ کړل شي.
د ده په وينا، له دې پروژې به ٦٠ زره کسان ګټه پورته کړي.
دغه راز دى وايي چې نن د ولسمشر په سپارښتنه د کوچيانو د ژوند د ښه والي په موخه د نهو نورو پروژو تړونونه هم لاسليک شول.
کريمي وايي چې په دغو نهو پروژو کې د اوبو رسولو د پنځو کانالونو جوړول او د څښاک د پاکو اوبو برابرول شامل دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دغو پروژو به شاوخوا ٢١ ميليونه افغانۍ ولګول شي.
دى وايي چې له دغو پروژو به ٣١ زره کوچيان ګټه پورته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن