کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): په چين کې د تېرې شپې زلزلې له امله ١٣ کسان مړه او تر ١٣٠ ډېر ټپيان شوي دي.
د چينايي رسنيو د معلوماتو له مخې، دا زلزله تېره شپه په سيچوان ولايت کې شوې چې له امله يې لس کلي ډېر زيانمن شوي دي.
د چين د زلزلې مرکز ويلي چې تېره شپه شاوخوا ١٠ بجې او ٥٥ دقيقې زلزله وشوه چې مرکز يې تر ځمکې لاندې په ١٦ کيلومترۍ کې و.
بلخوا د امريکا د جيولوجي سروې مرکز ويلي چې دا زلزله د ريښتر په کچه ٦ درجې ثبت شوې ده.
چينايي چارواکو ويلي چې تر اوسه دوى ته د ١٣ کسانو د مړينې او ١٣٤ ټپيانو خبر ورکړل شوى، خو نور ډېر مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن