ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کابل کې د طالبانو د بریدونو يو پلانوونکی نیول شوی”

“په کابل کې د طالبانو د بریدونو يو پلانوونکی نیول شوی”

author avatar
18 Jun 2019 - 12:06
“په کابل کې د طالبانو د بریدونو يو پلانوونکی نیول شوی”
author avatar
18 Jun 2019 - 12:06

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې د طالبانو د بريدونو يو مهم طراح د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو دغه خطرناک غړى زمرى نومېږي چې د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړى تېره ورځ د کابل ښار په اوومه ناحيه کې د پوليسو له خوا نيول شوى او اوس تر پلټنو لاندې دي.

رحيمي وايي چې نيول شوى کس په کابل کې د بريدونو طراح و او د راتلونکو بريدونو لپاره يې اسانتياوې برابرولې.

د نوموړي په وينا، زمرى له يو شمېر اسنادو، لاسي بمونو، وسلو او مهماتو سره نيول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.