ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

څو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

author avatar
18 Jun 2019 - 19:56
څو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ
author avatar
18 Jun 2019 - 19:56

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٨): د افغانستان، روسیې، هند، چین، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو شپږ اړخیزه ناسته جوړه شوه.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته د اوفا د لسم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د يادو شويو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو له خوا جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا، د سولې لپاره د سیمه ییز ائتلاف په ایجاد او د شپږو هېوادونو د ملي امنیت شورا مرستیالانو د غونډې په ترسره کېدو بحث او نظریات تبادله شول.

سرچينه زياتوي، د روسیې، هند، چین، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د خپلو هېوادونو په استازیتوب د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او همداراز يې له افغان دولت او د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم له افغانستان سره د یادو هېوادونو مرستې وستایلې او مختلفو برخو په ځانګړې توګه د افغانانو د سولې بهیر بري لپاره یې د همکاریو د تقویت غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.