ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الکوزی: له واکه د اشرف غني لرې کولو لپاره دې «ملي پاڅون» وشي

الکوزی: له واکه د اشرف غني لرې کولو لپاره دې «ملي پاڅون» وشي

author avatar
18 Jun 2019 - 17:01
الکوزی: له واکه د اشرف غني لرې کولو لپاره دې «ملي پاڅون» وشي
author avatar
18 Jun 2019 - 17:01

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند وايي چې د روان کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر غني د کار دوام ناقانونه دی او د اوسني ولسمشر د کار پای ته رسولو لپاره باید «ملي پاڅون» وشي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد ابراهیم الکوزي نن په کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال ولسمشر غني قومي، سمتي او ژبنیو اختلافونو ته پر لمن وهلو تورن کړ او ویې ویل، واک ته د نوموړي د رسېدو او ملي یوالي حکومت د جوړېدو راهیسې په هېواد کې ناامني زیاته شوې او هره ورځ سلګونه ځوانان په نه ختمېدونکې جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه روښانه کړه، د یادو بدمرغیو د پای ته رسېدو لپاره اړتیا ده چې خلک سره یو شي او د اوسني نظام د پایو د له منځه وړو لپاره ملي پاڅون وکړي.

نوموړي پر دولتي پوسټونو د نوو کسانو پر ګومارنې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: ((غني د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو پر اعتراضونو سربېره لا هم په دولتي ادارو کې د نوو کسانو ګومارلو او ګوښه کولو ته دوام ورکوي.))

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند وویل، نوموړي (غني) دغه اقدامونه ملت ته د خیر رسونې لپاره نه، بلکې واک ته د رسېدو په موخه ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړه، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د اشرف غني له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو له مهندسۍ څخه جدي اندېښنه لري او لکه څرنګه چې لیدل کېږي د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي.

الکوزي د ټاکنیزو کمېسیونونو اوسنیو غړو ته په اشاره وویل: ((تر فشارونو لاندې مه راځئ، هر کله چې درباندې فشار واردېږي د نوماندانو شورا ته راځئ او خپله خپلواکي وساتئ، ځکه افغانان تاسو ته ډېره هیله لري.))

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند د ټاکنو له خپواک کمېسیونه وغوښتل چې د مکتوب په لېږلو د محمد اشرف غني د ټېم د ناقانونه کمپاین د بندېدو غوښتنه وکړي.

هغه د دې په روښانولو چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حکومت د مشرانو تصمیم مشروعیت نه لري وویل، د اشرف غني بهرني سفرونه او د سترو هوکړه لیکنو لاسلیک ناقانونه دي او نوموړی د افغانستان د خلکو استازيتوب نه کوي.

نوموړي د نوماندانو اعترضونو ته په اشاره وویل: ((که سړکونه بند کړو ارګ مېشتي د کانټینرونو تر شا پټېږي او خلکو ته ستونزې پیدا کېږي، خو په هېڅ صورت اجازه نه ورکوو چې د  اشرف غني تر مشرۍ لاندې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.))

دیني عالم مولانا حسیب الله رحماني په دې ناسته کې پر ولسمشر نیوکه وکړه او ویې ویل، د ولسمشر غني ټېم تر بریالي کېدو مخکې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د خلکو دسترخوان به له ډوډۍ ډکوي خو اوس واک ته له رسېدو وروسته د خلکو د دسترخوان شته ډوډۍ هم ورکه شوه.

هغه د حکومتولۍ نه روڼتیا ته په اشارې زیاته کړه: ((له دې وروسته موږ فرمایشتي مشران نه غواړو، موږ داسې ولسمشر غواړو چې اولادونه یې د بهرنیو هېوادونو د دسکوټېکو پر ځای د هېواد د جګړې په لومړیو لیکو کې وي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.