ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیانو کې د نوم لیکنې مرکزونو لرې والي د ټاکنو په تړاو د خلکو لېوالتیا کمه کړې

بامیانو کې د نوم لیکنې مرکزونو لرې والي د ټاکنو په تړاو د خلکو لېوالتیا کمه کړې

author avatar
18 Jun 2019 - 14:17
بامیانو کې د نوم لیکنې مرکزونو لرې والي د ټاکنو په تړاو د خلکو لېوالتیا کمه کړې
author avatar
18 Jun 2019 - 14:17

 

بامیان (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸): د نوم لیکنې د مرکزونو لرېوالی، د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخه درغلي او د حکومت او کمېسیون پر پرېکړو بې باوري په بامیانو کې د نوم لیکنې د بهیر د ټکني توب او په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو د کمې لېوالتیا سبب شوي دي.

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې د بهیر له پيلېدو راهیسې تر اوسه په ټول هېواد کې پر شرایطو برابر شاوخوا ۵۰زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

په مرکزي زون کې د مدني ټولنو شبکې او بشري حقونو د همغږي کوونکي اسماعیل ذکي وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو پر کمېشنرانو بې باوري، د تقویتي نوم لیکنې مرکزونو ته نه لاسرسی او پر کرنیزو کارونو د خلکو بوختیا په دغه بهیر کې د خلکو پر ګډون منفي اغېز کړی دی.

نوموړي د دې تر څنګ چې د بامیان خلک یې په کرنه کې بوخت وبلل زیاته کړه، ډېره سخته به وي چې یو شمېر کسان خپل کارونه پرېږدي او د شاوخوا ۵۰ کیلومتره فاصلې په وهلو او ډېرې کرایې په ورکولو د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړ شي.

نوموړي وویل، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو، سرغړونو او پراخ فساد له امله ټاکنیز کمېسیونونو خپل باور له لاسه ورکړی او له همدې امله خلک په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه له تقویتي نوم لیکنې سره کمه لېوالتیا لري.

ذکي خلکو ته د ټاکنو بهیر او نوم لیکنې په تړاو د عامه پوهاوي په نه ورکولو نیوکه وکړه او ویې ویل، خلکو ته د پوهاوي نه ورکول او د اطلاعاتو محدودول د اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف دي.

په ورته وخت کې په بامیانو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس علي شاه مصباح د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د خلکو تر ادعا غوره ګڼي او وايي، د نوم لیکنې بهیر په ښه ډول مخته ځي.

نوموړي په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې ولې د نوم لیکنې په مزکزونو کې د خلکو ګډون کم رنګ دی؟ وویل، په راتلونکو ورځو کې به د نوم لیکنې په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو شمېر ډېر شي.

نوموړي دې ته په اشاره چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره به د رایې ورکولو ۱۲۰ مرکزونه خلاص وي زیاته کړه: ((د پارلماني ټاکنو پر مهال په بامیانو کې ۵۲ سلنه ښځو او ۴۸ سلنه نارینه وو رایې ورکړې وې او له ټولو هغو کسانو چې نوم لیکنه یې کړې وه ۸۰ سلنو په ټاکنو کې ګډون کړی و.))

د بامیانو ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د شمېر په اړه معلومات ورنکړل او ویې ویل، مرکزي دفتر له رسنیو سره د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې محدودیتونه وضع کړي دي.

د پژواک خبریال د نوم لیکنې له څو مرکزونو لیدنه کړې او وايي، د نوم لیکنې د محلونو د لیدنې په اساس ویلای شو چې هره ورځ دتقویتي نوم لکنې لپاره د نوم لیکنې مرکزونو ته لس کسان نه راځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.