کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): د افغانستان برېښنا شرکت د ځینو مخکنیو او اوسنیو دولتي چارواکو په ګډون د هغو نهو کسانو د برېښنا مزي پرې کړي چې د برېښنا د لګښت ۲۰ میلیون افغانۍ پوروړي دي.
د برېښنا شرکت رییس خالد ستانکزي نن په کابل کې خبري کنفرانس ته ویل، په یادو نهو کسانو کې د ملي انسجام په برخه کې د ولسمشر مخکنی مشاور الماس زاهد، د مارشال محمد قسیم فهیم ورور حاجي مقیم، پخواني جهادي قوماندانان حاجي کرم شاه او ورور یې، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي انور خان اوریاخېل، د ننګرهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال لطف الله، د جهادي قوماندان جنرال پناه زوی، یو تن زورواکی عبدالواحد او پخوانی جهاني قوماندان نور حبیب ګلبهاري شامل دي.
د یادو نهو کسانو کورونه د کابل ښار د څلورمې ناحیې په کارته پروان سیمه کې موقعيت لري.
د برېښنا ریاست کارکوونکو په داسې حال کې د یادو کسانو د برېښنا مزي پرې کړي چې د پولیسو د چټک غبرګون قطعې یې همکاري کوله.
خالد ستانکزي وویل: ((موږ د رسنیو او مکاتبو له لارې څو ځله سرغړوونکو ته خبر ورکړ، خو دوی یې خبرې نادیده وګڼلې او موږ نن اړ شو چې برېښنا یې پرې کړو.))
له رسنیو سره د شریک شوي نوملړ پر اساس، الماس زاهد نږدې ۵.۸ میلیون افغانۍ، کرم شاه له دوه میلیون افغانیو ډېر، حاجي مقیم نږدې ۱.۱ میلیون افغانۍ، انورخان اوریاخېل له درې میلیون افغانیو ډېر، نور حبیب ګلبهاري له یو میلیون افغانیو ډېر، د جنرال پناه زوی ۸۱۹زره افغانۍ او عبدالواحد له ۵.۷ میلیونو ډېر د برېښنا شرکت پوروړي دي.
د کابل د برېښنا رییس انجنیر عبدالاحد وویل، څو کاله کېږي چې دغو کسانو د برېښنا بل نه دی ورکړی او هر ځل چې د برېښنا شرکت کارکوونکي ورځي، نامناسب چلند ورسره کوي.
هغه زیاته کړه، د هغو کسانو د برېښنا مزو د پرې کولو بهیر چې د برېښنا لګښت یې نه دی ورکړی، دوام لري او د خپلو پورونو د نه ورکولو په صورت کې به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
د هغه په خبره، په کابل ښار کې د برېښنا شرکت د پېرېدونکو د پور اندازه تر دوو میلیاردو افغانیو رسېږي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د ټول هېواد په کچه ټول هغه حقوقي او حقیقي کسان چې د برېښنا پیسې یې نه دي ورکړي، شاوخوا ۱۱ میلیارد افغانۍ پوروړي دي.
هغه وویل، له دې ډلې ۵.۵ میلیارد افغانۍ عادي اوسېدونکي، سوداګر او فابریکې او نور پور پر دولتي ادارو باندې دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن