د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان سلګونو اوسېدونکو د پخوانيو امنيتي چارواکو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د اروزګان سلګونو اوسېدونکو د پخوانيو امنيتي چارواکو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

Jun 18, 2019 - 17:42

ترینکوټ ( پژواک، ۲۸ غبرګولى ۹۸): د اروزګان ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوې اعتراضيې غونډې پر مهال له حکومته د يو شمېر پخوانيو چارواکو د خوشې کولو د غوښتنې ترڅنګ د لاريونونوکولو ګواښ وکړ.  

دا د تېرو دو ورځو راهیسې دويمه لویه غونډه ده چې د اعتراض کوونکو له خوا په مرکز ترینکوټ کې ترسره کیږي او د وروستیو چاپو پرمهال د نیول شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

امنيتي ځواکونو د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت د پخواني امر په ګډون يو شمېر کسان له وسلو سره نيولي دي.

دا ځل د اعتراض کوونکو په ډله کې د ګډون لپاره په مشرانو او ولسي جرګه کې ددغه ولایت د خلکو استازو هم ګډون کړى وو.

هغوی داځل له مرکزي او ولایتي ادارې په کلکه د نیول شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ، که یې غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړل شي، پر لاریونونو به لاس پورې او له حکومت سره به خپلې هر ډول اړیکې پرې کړي.

د اعتراض کوونکو له ډلې یوتن عبدالرحیم اخندزاده وویل، که نيول شوي کسان خوشې نه شي، نه به راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه اخلي او نه به بل چا ته اجازه ورکړي.

هغه زياته کړه ، حکومت هغه کسان نیولي چې اروزګان یې له سقوط څخه وژغوره او له طالبانو سره یې په میاشتو میاشتو جګړه وکړه.

بل ګډونوال نصیب الله وطنوال بیا وویل، کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د اروزګان امنیې قوماندانۍ د پخواني د امنيت امر  او ددغه ولایت او کندهار د لویې لارې ساتنې کنډک د قوماندان له کوره یې وسلې نیولي، هغه حقیقت نه لري او یوازې د یادو کسانو د نیولو لپاره یوه سیاسي لوبه وه.

هغه ادعا وکړه چې ددغو کسانو تر نيولو وروسته د ولايت مرکز يو ځل بيا د سقوط له ګواښ سره مخ شوى دى.

د غونډې یوشمېر نورو برخوالو بیا وروستۍ چاپې غیر قانوني او په ځانګړې توګه په دغه ولایت کې د یوې ډلې پر وړاندې سیاسي لوبه وبلله.

په ولسي او مشرانو جرګه کې ددغه ولایت استازي هم له مسوولینو غواړي چې دغلته د تېرو څو ورځو پرمهال نیول شوي کسان خوشې او قانون ته درناوی وکړي.

د مشرانو جرګې غړي محمد حنیف حنیفي وویل، هغوی د تېرو دوو  ورځو راهیسې په مرکز کابل کې د پخواني ولسمشر، کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت له رییس سره په دې اړه کتلي او په دغه ولایت کې يې د خپلسرو چاپو درېدو غوښتنه کړې ده.

حنیفي وایي، تر هغه به راغلي وکیلان او سناتوران کابل ته ولاړ نه شي، ترڅو ټول نیول شوي کسان یې خوشې کړي نه وي.

هغه وويل ، که دولت د دوى غوښتنې ونه مني نو په لاریونونو به لاس پورې کړي.

د اروزګان د امنیي قوماندانۍ له خوا له تېرو څو ورځو راهیسې ترینکوټ کې د پوځي عملیاتو (چاپو) پرمهال د امنیې قوماندانۍ  پخوانی د امنیت امر او د لویې لارې ساتنې کنډک د مخکني قوماندان په ګډون لسګونه نور کسان نیول شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement