د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چابهار بندر له لارې به د هند او افغانستان سوداګريزې اړيکې نورې هم پياوړې شي

د چابهار بندر له لارې به د هند او افغانستان سوداګريزې اړيکې نورې هم پياوړې شي

Jun 18, 2019 - 11:25

ډيلی (پژواک، ٢٨ غبرګولی ۹۸) يو هندي چارواکى وایي، افغانستان له پاکستان وروسته ډېرې سوداګریزې اړیکې له هند سره لري او چابهار بندر د افغانستان او هند د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا او دوام ښه وسیله ده.

د هند د صادراتو او وارداتو بانک مرستیال دیباسیش ملک (Debasish Mallik) تېره ورځ په ممبيي ښار کې هند ته له ورغلو افغان خبریالانو سره د لیدنې پر مهال وویل چې دغه بانک په تېرو څو کلونو کې د افغانستان له حکومت سره شاوخوا اووه میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.

هغه وویل، له دې سره- سره چې هند ډېرې سوداګریزې اړیکې له امریکا او چین سره لري، خو د سارک سازمان په حوزه کې يې افغانستان پنځم لوی سوداګریز ملګری هېواد دى.

دى زیاتوي چې افغانستان او هند ډېرې پخوانۍ سیاسي، ټولنيزې او اقتصادي اړیکې لري او د ايران چابهار هغه سوداګریز بندر دی چې له لارې به یې دغه اړیکې لا نورې هم پياوړې شي.

هغه د ایران او امریکا اړیکو ته په پام وویل: "هند د چابهار پر سوداګریز بندر ډېره پانګونه کړې او له نېکه مرغه د امریکا له هغو اقتصادي تحریمونو استثنا لري، کوم چې امریکا پر ایران لګولي دي."

د ده په وینا، هند کرنیزو توکی ته هم اړتیا لري او افغان سوداګر کولای شي دغه توکي تر هنده ورسوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement