د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرکټ په نړیوال جام کې انګلستان هم له افغانستانه لوبه وګټله

د کرکټ په نړیوال جام کې انګلستان هم له افغانستانه لوبه وګټله

Jun 18, 2019 - 21:54

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸) : د کرکټ نړیول جام سیالیو په لړ کې کوربه هیواد انګلستان هم له افغانستان څخه لوبه وګټله.

دنړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله پنځمه لوبه له انګلستان سره ترسره کړه، ددې لوبې چې په مانچسټر ښار کې تر سره شوه، پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

دانګلستان لوبغاړو په احتیاط سره لوبه پیل کړه، خو په وروستیو اورونو کې یې ډیره تیره لوبه ترسره کړه، تر ۲۰ اورونو پورې دانګلستان منډې ۱۲۰ وې او یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو وروسته یې لوبډلمشر مورګن او جاني بریټسو ډیره تیزه لوبه وکړه او د افغانستان پر ټولو توپ اچوونکو یې لوړې شپږیزې ووهلې.

دانګلستان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۳۹۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۳۹۸ منډو هدف ورکړ، د انګلستان لوبډلمشر د ۱۷ شپږیزو پر مټ ۱۴۸ منډې جوړې کړې چې د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې نړیوال  ریکارډ شو.

د  افغانستان له لوري ګلبدین نایب او دولت ځدراڼ درې درې لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ ملي لوبډلې د تیرو لوبو په نسبت ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د یې اتو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۴۸ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري حشمت الله شهیدي ۷۶، رحمت شاه ۴۶، اصغر افغان ۴۴، ګلبدین نایب ۳۷ او نجیب ځدراڼ ‍۱۵ منډې  جوړې کړې.

دغه راز انګلستان دا لوبه د ۱۵۰ منډو په توپیر سره وګټله.  افغانستان به له دې وروسته له پاکستان، بنګله دیش، ویسټ  انډیز او هندوستان سره لوبه کوي.

ولسمشر اشرف غني هم نن دې لوبې نندارې ته ورغلی و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement