غزني ښار- تالقان (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په غزني او تخار ولايتونو کې د وسله طالبانو د مطبوعاتي مسوول په ګډون نهه طالبان نيول شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د غزني ښار اړوند په اسفندې سيمه کې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو مطبوعاتي مسوول عبدالجلال نيولى دى.
دى وايي چې له نيول شوي درې کمپيوټرونه، مخابرې، تومانچې او يو شمېر نور اسناد هم ترلاسه شوي دي.
د والي وياند زياتوي چې د دغو عملياتو پر مهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور ته نيول شوي کس عبدالجلال پژواک ته وويل چې په غزني کې د طالبانو له لوري مطبوعاتي مسوول ټاکل شوى و.
هغه وايي چې د غزني په اړه به يې بېلابېل معلومات د طالبانو له مشرانو سره وخت په وخت شريکول.
خو بل لور ته طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې د طالبانو مطبوعاتي استازى نه دى نيول شوى.
ده زياته کړه: ((زموږ مطبوعاتي مسوول اوس هم له موږ سره په تماس کې دى، هغه يې يو عادي کس نيولى دى.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په تخار ولايت کې هم اته طالبان نيول شوي دي.
په دې اړه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوو اتو کسانو د طالبانو د نومول شوي والي مولوي محسن تر مشرۍ لاندې دنده ترلاسه کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن