ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

((له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق)) رییس پر سلیقوي چلند تورن شو

((له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق)) رییس پر سلیقوي چلند تورن شو

author avatar
18 Jun 2019 - 16:42
((له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق)) رییس پر سلیقوي چلند تورن شو
author avatar
18 Jun 2019 - 16:42

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): د ژورنالېستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق مشر پر سلیقوي چلند تورن کړی او د دغه صندوق په ریاست کې یې د بدلونونو راوستو غوښتنه وکړه.

د یاد فدراسیون ځینو غړو چې له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق غړیتوب هم لري، نن له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق کې د داخلي شته ستونزو او سلیقوي چلند په اړه خبري غونډه جوړه کړه.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې مشر او له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق مشرتابه پلاوي غړي فهیم دشتي وویل چې دوه کاله وړاندې یې له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق رامنځته کولو په پار له ولسمشر سره ناسته درلوده او د شوې پرېکړې له مخې له خبریالانو سره د مرستې څرنګوالي کړنلاره جوړه شوه.

هغه زیاته کړه: ((په تېر یو کال کې د څه باندې ۵۰ خبریالانو او د رسنیو شهید شوو کارمندانو له کورنیو، ټپیانو او هغو خبریالانو سره چې صعب العلاجه ناروغۍ یې درلودې، مرستې شوې دي؛ په داسې حال کې چې په تېرو شپږو کلنو کې یوازې له پنځو خبریالانو سره مرستې شوې دي.))

هغه ادعا وکړه چې محمد اصف وردګ او د صندوق ځیني نورغړي په خپلو ور سپارل شوو دندو کې ناغېړي کوي، د روڼتیا سیستم او یو میکانیزم رامنځته کولو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې دغه صندوق دفتر نه لري، ټول اسناد او مدارک د محمد اصف وردګ په کور کې ساتل کېږي، وویل: ((د استاد برهان الدین رباني پوهنتون محصلینو پر موټر د وروستي برید له امله زموږ رسنیز ملګری جاوېد کارګر ټپي شو او د پښې یوه برخه یې ژوبله شوه؛ خو صندوق تر اوسه له هغه سره مرسته نه ده کړې.

د روان کال د غبرګولي په ۱۲مه سهار شاوخوا اته بجې د ((استاد برهان الدین رباني)) پوهنتون محصلینو پر موټر د پنځمې حوزې اړوند د حفیظ الله امین په کوڅه کې د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې یو کس ووژل شو او د جاوېد کارګر په ګډون لس نور ټپیان شول او په دوو نورو چاودنو کې چې له لومړۍ ۲۰ دقیقې وروسته په یاده سیمه کې رامنځته شوه د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو په ګډون ۷ کسان په کې ژوبل شول.

دشتي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: ((وردګ صاحب، له دې امله چې کارګر صاحب په ټولنیزو شبکو کې نوموړي پسې یو یا دوه ځلې څه ویلي، له هغه سره یې د مرستې مخالفت کړی.))

خو له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق مشر محمد اصف وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې صندوق خپلواک دی، تنظیمي، سیاسي، قومي، حکومتي او نه هم مذهبي دی؛ اصلاً د فدراسیون اړوند نه دی او فدراسیون له صندوق سره رسمیت نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې صندوق فعال دی او له ژورنالېستانو سره مرسته کوي، تېره پنجشنبې هم ځیني کسان راغلي وو او ډېر ژر به ورسره مرسته وشي.

وردګ له خبریالانو سره د مرستې څرنګوالي په اړه وویل، ځیني فکر کوي چې له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق مرستون دی، دلته له هغه چا سره مرسته کېږي چې بېمه شوی وي.

نوموړي وویل: ((خبریال جاوېد کارګر د اختر په شپه ټپي شو، له پېښې خبر شو؛ خو بانکونه تړلي وو او ما له خپل جېبه ۲۰زره افغانۍ ور ولېږلې؛ خو زموږ همکار وویل چې له یو بل بنسټ څخه ورته ډالر راوړل شول، ما هم وویل چې زموږ پیسې لږ دي نو لومړی به یې اسناد بشپړ کړو، وروسته بیا ورته پیسې ورکول کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.