د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې د لانجمنې رایې په اړه پر سري رایې اچونې هوکړه وکړه

ولسي جرګې د لانجمنې رایې په اړه پر سري رایې اچونې هوکړه وکړه

Jun 18, 2019 - 16:44

 

کابل (پژواک، ۲۸غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې ډېری غړي د ولسي جرګې ریاست د تېرو ټاکنو یوې جنجالي رایې لپاره د سري رایې پر اچولو سلا شول، خو د جرګې ځیني غړي له غونډې ووتل.

د ولسي جرګې اوولسمه تقنیني دوره نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې پرانیستل شوه خو دغه جرګه تر اوسه رییس او اداري پلاوی نه لري.

د جرګې ریاست لپاره د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ ټاکنې ترسره شوې؛ خو له دې امله یې پایله جوته نه شوه چې د جرګې غړو د ټاکنو په ورځ د جرګې نصاب په اړه د نظر اختلاف درلود، د جرګې ځینو غړو ۲۴۴ او نورو بیا د ۲۴۷ غړو نصاب ادعا کوله.

که چېرې نصاب ۲۴۴ وای، ګټونکي نوماند ۱۲۳ رایو ته اړتیا درلوده، خو که نصاب ۲۴۷ تثبیت شوی و، بریالي نوماند باید ۱۲۴ رایې درلودای.

رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رايې اخيستې دي، خو د نوموړي پلویان وايي چې د رحماني یوه رایه په داسې حال کې د جرګې موقت رییس له لوري باطله اعلان شوې ده چې په واقعیت کې باطله نه وه.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د یوې لانجمنې رایې لپاره چې ټاکنې دې سري ترسره شي او که علني، دوه ځلې علني رایه واچول شوه، د جرګې ډېری غړو غوښتنه وکړه چې رایه دې په علني ډول واچول شي، خو ځینو دا پرېکړه ونه منله، بالاخره د جرګې ځینو غړو له اصولي غوښتنه وکړه څو خپله طرحه وړاندې کړي.

اصولي وویل چې رایه باید سري واچول شي، خو که د جرګې کوم غړی غواړي کولی شي رایه په علني ډول استعمال کړي، خو د اصولي دې طرحې هم کوم ځای ونه نیود او د جرګې ځیني غړي یو په بل پسې د جرګې له تالاره ووتل، جرګې د پرېکړې لپاره اړین نصاب له لاسه ورکړ.

د یوې جنجالي رایې اچولو پر سر د اختلاف د له منځه وړو لپاره په داسې حال کې نن رایه وا نه چول شوه چې د رحماني پلویان چمتو وو څو د اصولي له وړاندیز سره سم د رایو صندوق ته ورشي او دغه راز د رایې ورکولو پاڼو د چاپ او نورو مواردو لپاره چمتووالی نیول شوی و.

د جرګې غړو میرداد نجرابي، عبدالرحمان وردگ او ظاهر سالنګي د ملي شورا په انګړ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې سبا رایه اچول کېږي او نن یوازې د رایه ورکولو څرنګوالی مشخص شو.

نجرابي وویل که سبا له رایه اچولو سره مخالفت وشي، د نن ورځې سري رایې پلویان که د جرګې نصاب بشپړ کړي، د رایې صندوقونو ته به ځي څو دا ستونزه هواره شي.

هغه وایي چې له دې وروسته اجازه نه ورکول کېږې څو د ولس ځیني محدود استازي، جرګه انحصار کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement