د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د نجونو له ښوونځیو د فارغینو شمېر لوړ شوی

په کندهار کې د نجونو له ښوونځیو د فارغینو شمېر لوړ شوی

Jun 18, 2019 - 11:03

کندهار (پژواک، ٢٨ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له دوولسمو ټولګیو د نجونو فارغانو شمېر ډېر دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې کلنۍ ازموینې تازه پای ته رسېدلې او د اوړي رخصتي پیل شوې ده.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال نه یوازې ښوونځيو ته د شامل شوو نجونو شمېر ډېر دی، بلکې د تېرو کلونو په پرتله به ډېرې نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغې شي.

هغه زیاته کړه، سږ کال په کندهار کې ۶۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شوي چې له دې ډلې ۱۵زره یې نجونې دي، په داسې حال کې چې تېر کال ۱۰زره نجونې ښوونځيو ته شاملې شوې وې.

دی وايي، په ورته توګه سږ کال له دوولسمو ټولګیو د نجونو فارغانو شمېر هم لوړ دی.

د ده په خبره، تېر کال په ټول کندهار کې له دوولسمو ټولګیو ۷۰۰ نجونې فارغې شوې وې خو سږ کال به ۱۳۰۰ نجونې فارغې شي چې شاوخوا ٤٠ سلنه ډېروالی ښيي.

نوموړي وویل: ((سږ کال د کندهار ښار او ولسوالیو د ښوونځيو له دوولسمو ټولګیو ۵۵۰۰ کسان فارغ شول چې ۱۳۰۰ یې نجونې دي.))

په همدې بنسټ نوموړی تمه ښيي چې په کانکور ازموینه کې به هم تر پخوا د نجونو زده کوونکو شمېر ډېر وي.

دا په تېرو اتلسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ټول کندهار په کچه ۱۳۰۰ نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغېږي.

ناامني، ناوړه دودونه، د پوهنې په برخه کې د نجونو د زده کړو اړوند د تشکیل او کدرونو کمښت، د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانیو نشتوالی او نور هغه ستونزې دي چې تل یې د نجونو د زده کړې مخنیوی کړی دی.

خو د چارواکو په خبره، پر یادو شوو ستونزو سربېره د پوهنې په ارزښت د خلکو پوهنه او د نجونو د ښوونځيو د شمېر ډېروالی هغه دلایل دي چې د لومړي ځل لپاره یې د نجونو فارغانو شمېر لوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهیسې په کندهار کې په زرګونو نجونې ښوونځیو ته شاملېږي خو ډېرې یې د بېلابېلو ستونزو له امله خپلې زده کړې په نیمايي کې پرېږدي.

څه موده وړاندې د پوهنې ریاست چارواکو پژواک ته ویلي وو چې په کندهار کې هر کال شاوخوا ۱۳ زره نجونې ښوونځیو ته شاملېږي، خو ډېرې یې د بېلابېلو ستونزو له امله په نیمايي کې خپلې زده کړې پرېږدي.

له همدې امله هر کال له دوولسمو ټولګیو شاوخوا ۲۰۰ نجونې فارغېږي چې دا ډېره ټيټه شمېره ده.

تر هغه مهاله د کندهار په ۱۷ ولسوالیو کې ان یوه نجلۍ هم له دوولسم ټولګي نه وه فارغه شوې او په ولسوالیو کې یوه ښځینه ښوونکې هم نه وه.

د چارواکو په وینا، دغه ستونزه په ټولنه کې د شته ناسمو رواجونو او دودیزو ستونزو له امله ده چې ډېرې کورنۍ خپلې نجونې له بلوغت وروسته ښوونځیو ته نه لېږي او په نیمايي کې زده کړې پرېږدي.

صمیمي وايي، د کندهار د پوهنې ریاست په دې برخه کې د بدلون راوستو لپاره کار کوي او په تدریجي توګه به حالت ښه شي.

د زرغونې انا لېسې زده کوونکې ثمینې چې تازه له دوولسم ټولګي فارغه شوې، پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د نجونو د زده کړې کمه ونډه لویه تشه ده چې د ډکولو لپاره یې باید په ګډه کار وشي.

دا وايي، خوشحاله ده چې پر ستونزو سربېره له دوولسم ټولګي فارغه شوې او غواړي لوړې زده کړې هم وکړي.

هغې ټینګار وکړ چې د پوهنې د بهیر په برخه کې کیفیت تر هر څه ارزښتناک دی؛ ځکه دغه ولایت په دې برخه کې له ډېرو ولایتونو وروسته پاتې دی.

دې زیاته کړه، ډېره بده ده چې د یوه مهم ولایت د دوولسمو ټولګیو د فارغانو شمېر دې کم وي، په داسې حال کې چې د یوه کوچني ولایت د یوه کال د فارغانو شمېر ۱۲ زره تنه دی چې ۶ زره په کې نجونې دي.

د کندهار د ښځو چارو رییسې رُقیې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې ښځینه فارغانو د شمېر ډېرېدا ښه خبر دی خو د لا ډېروالي لپاره یې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

هغې زیاته کړه، په کندهار کې ټولټال ۱۹ ښوونځي او ۲ مدرسې یوازې د نجونو لپاره دي، د زده کړې په دغو مرکزونو کې ۱۵ ښځینه مدیرانې او ۷۵۰ تنې ښوونکې دندې تر سره کوي.

د دې د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د ټولو زده کوونکو شمېر ۳۴۰زره تنه دی چې شاوخوا ۸۰ زره یې نجونې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement