د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا او ننګرهار کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

پکتیا او ننګرهار کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

Jun 18, 2019 - 11:16

ګردېز- جلال اباد (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې د دوو چاودنو له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي او يو بل کس وژل شوى دى.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار اته نیمې بجې د زرمت ولسوالۍ په تعمیر بازار کې د ماين چاودنه شوې ده.

د هغه په وينا، دغه ماين په یوه لاسي ګاډۍ کې ځای پر ځای شوی و چې پر ملکي کسانو یې چاودنه کړې او له امله يې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې چاودنې د يوې ماشومې په ګډون دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، د اچین ولسوالۍ د مومند باغ په سیمه کې تېره ورځ د داعش وسله والو له لوري د ځای پر ځای شوو ماینونو په چاودنو کې یوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

دی وايي، ټپي مېرمن د امنیتي ځواکونو له لوري په داسې حال کې بګرام ته ولېږدول شوه چې یوه پښه يې له منځه تللې وه.

د خوږياڼي په وينا، وسله والو پلان درلود چې د ماين چاودنو له امله امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوي، خو تر هغوی وړاندې یې پر بې ګناه ملکي خلکو چاودنه وکړه.

د يادو چاودنو په اړه د افغان دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement