ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځينې کسان د جعلي فېسبوک پاڼو له لارې قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي”

“ځينې کسان د جعلي فېسبوک پاڼو له لارې قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي”

author avatar
18 Jun 2019 - 18:05
“ځينې کسان د جعلي فېسبوک پاڼو له لارې قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي”
author avatar
18 Jun 2019 - 18:05

مزارشريف ( پژواک، ۲۸غبرګولی ۹۸): په مزار شريف ښار کې يو شمېر مدني فعالان  په ټولنيزو پاڼو کې  د ځينو کسانو له خوا د جعلي پاڼو د جوړېدو په تړاو سره راټول شوي وو او د هغو جوړول يې په ټولنه کې لويه ستونزه ياده کړه.

دوي  وايي،  ځيني کسان د دغو پاڼو له لارې په هېواد کې قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي چې په وينا يې، د جعلي پاڼو جوړېدا د بې هويته خلکو ښکارندويي کوي.

د پوهنتون استاد او مدني فعال عبدالحميد صفوت له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې موخه يې ځوانانو ته د اجتماعي پاڼو په اړه نوی ذهنيت ورکول دي، تر څو د جعلي فيسبوک پاڼو له جوړېدو ډډه وکړي.

نوموړی  وايي: ((موږ د جعلي فيسبوک پاڼو جوړېدو اندېښمن کړي  يو او هر کله چې زموږ ځوانان جعلي فيسبوک پاڼې جوړوي، په همغه کچه د بې هويتۍ خوا روان يو.))

دی زياتوي، د جعلي فيسبوک پاڼو له امله ډېری کسان قومي او مذهبي مسايلو ته  لاره هواروي چې دې کار د افغانانو تر منځ فاصلې رامنځ ته کړې دي.

مدني فعاله ماجان نظري هم له پژواک اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، له دې څخه يې موخه دا ده  تر څو ځوانان له جعلي فيسبوک پاڼو لاس واخلي چې په خبره يې له دې  پاڼو په ټولنه کې ډېری وخت د مېرمنو د ځورولو لپاره کار اخيستل کېږي چې افغان مېرمنې يې اندېښمنې کړې دي.

دا زياتوي: ((ډېری مېرمنې  چې له جعلي ټولنيزو پاڼو کار اخلي، په کورونو کې د خپلو تصويرونو د لګولو اجازه نه لري چې دې کار د جعلي پاڼو جوړولو ته هم  لاره هواره کړې.))

د پوهنتون استاد ليلا حبيبي هم پژواک اژانس ته وويل چې د ځوانانو تر ټولو لويه ستونزه له فيسبوک پاڼو څخه سالمې ګټه  نه اخيستل دي چې ډېری وخت په دې برخه کې د دوى پوهاوی کم دی.

نوموړې زياته کړه، ځوانانو د ټولنيزو پاڼو له لارې قومي، سمتي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي چې دې کار ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړې وايي، که ځوانانو ته  په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي، نو تر ډېره به  د جعلي فيسبوکي پاڼو د جوړېدو مخه ونيول شي.

.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.