ښرنه (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): په پکتیکا کې مېرمنې وايي، په هېواد کې د روانې جګړې لوی زیان دوی ته رسیږي، نو ځکه دې د سولې په پروسه کې مېرمنو ته ونډه ورکړل شي او د دوی نظرونو ته دې په تصميم نيونه کې درناوی وشي.
په دې اړه په مرکز ښرنه کې جوړه شوې غونډه کې مدني فعالې کبرا محمدي وويل، په جګړه کې ډېری مېرمنو اولادونه، خاوندان او نور خپلوان له لاسه ورکړي، ځکه هم دوی تر بل هر څه سولې ته لېوالې او د تلپاتې سولې غوښتونکې دي.
په پکتیکا کې مېرمنې په داسې حال کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې پروسه کې د دوی د ونډې په اړه اندېښنه څرګندوي، چې تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېرمنو په وار وار غوښتنه کړې چې د دوی نظرونو ته دې ارزښت ورکړل شي او د سولې اړوند غوښتنې دې ومنل شي.
روغتياپاله پروانه وايي، دوی سولې ته زیاته لېوالتیا لري او هر وخت يې ټینګار همدا وي چې په دا ډول پروسو کې مېرمنو ته باید پراخه ونډه ورکړل شي.
هغې وویل، په هېواد کې د سولې له وروستیو خبرو سره ځينو مېرمنو ته اندېښنې پیدا شوي او وايي، د نورو برخو تر څنګ دې د مېرمنو حقونو او په دې پروسه کې د دوی غوښتنو او نظرونو ته ځای ورکړل شي.
په ياده ناسته کې يوې کليوالې مېرمنې انارګيسې وويل، دا چې مېرمنې د هېواد جوړونې او رغوني لپاره په ټولو برخو کې رول لوبولی شي، نو د سولې پروسه کې ونډه هم د دوی لپاره خورا مهمه ده.
دا وايي، په روانه جګړه کې لوی زیان مېرمنو ته رسېدلی، زامن، خاوند او د کورنۍ نور غړي يې له لاسه ورکړي، نو اړتیا ده چې د دوی حقونه په نظر کې ونیول شي او د سولې په روانو خبرو کې ونډه ورکړل شي.
پر همدې مهال د پکتیکا د ښځو چارو رييسه بي بي حوا خوشیوال وايي، مېرمنې امن خوښوونکې او د سولې غوښتونکې دي.
هغې وویل، مېرمنې له روانې جګړې د نورو هېوادوالو په شان ستړې شوې او هر وخت يې هيله په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلل وي.
دوی د نورو ستونزو او غوښتنو تر څنګ د سولې په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي او د حل لپاره يې خپل نظرونه وړاندې کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن