ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خبريالان: د خوست پوليس او ولايت مقام معلوماتو ته په لاسرسي کې همکاري نه کوي

خبريالان: د خوست پوليس او ولايت مقام معلوماتو ته په لاسرسي کې همکاري نه کوي

author avatar
19 Jun 2019 - 11:47
خبريالان: د خوست پوليس او ولايت مقام معلوماتو ته په لاسرسي کې همکاري نه کوي
author avatar
19 Jun 2019 - 11:47

خوست ښار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): د خوست يو شمېر خبريالان وايي چې د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ او په ځينو مواردو کې د ولايت مقام چارواکي ورسره معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته نه کوي.

دوی وايي، دا ستونزه پخوا هم موجوده وه، خو په دې وروستيو کې اوج ته رسېدلې او په ډېری مواردو کې د يو راپور د نظر اخيستلو لپاره په ورځو ورځو انتظار باسي.

په دغه ولايت کې د سلام وطندار راډيو خبريال محمدالرحيم سکندر پژواک خبري اژانس ته وويل هر کله چې دوی د پېښو او يا د ځينو نورو موضوعاتو په اړه راپور جوړوي، نو مسوول چارواکي پر وخت معلومات نه ورکوي.

د هغه په وينا، خبريالانو دا ستونزه څو څو ځلې امنيې قومدانۍ او د ولايت مقام چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه یې هېڅ کومه ګټه نه ده ورکړې.

دی وايي: ((ډېر داسې مسايل شته چې په هغه کې دوی يواځې ملي ټلوېزيون راغواړي؛ ځکه چې دولت پلوی دی، نور دغه ازادې ملي او نړيوالې رسنۍ نه را غواړي وايي داسې نه چې بله زاويه يا منفي نقطه په کې وګوري.))

خوست کې د «سيحون اژانس» خبريال سردار شفق پژواک ته وويل چې په خوست کې معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزه ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو ده.

هغه وايي، هغو دولتي غونډو ته چې د خلکو ستونزې او غوښتنې په کې انعکاس کېږي، يواځې درباري خبريالان غوښتل کېږي او د ازادو رسنيو خبريالان هېڅ خبرېږي هم نه.

نوموړي زياته کړه که چېرې حکومتي چارواکي په ځانګړي ډول امنيه قومانداني دغه حالت ته همداسې دوام ورکړي، نو د دوی مثبت خبرونه به هم تحريم کړي.

شفق زياتوي: ((امنيه قومانداني د پېښو په اړه پر وخت خبريالانو ته معلومات نه ورکوي، حتی داسې وخت راغلی دی چې نهه لس بجې يوه مسئله پېښه شوې ده، قوماندانۍ د شپې تر لسو بجو پورې هم موږ ته معلومات نه دي راکړي.))

په همدې ډول په دغه ولايت کې د کليد راډيو ځايي خبريال بخت جان بختيار هم د خوست له امنيې قوماندانۍ سر ټکوي چې د پېښو پر مهال پر وخت معلومات نه ورکوي.

په ورته وخت کې په سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات هم وايي چې رښتيا په يو شمېر مواردو کې د چارواکو له خوا خبريالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبريالانو سره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.