ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکي: ميدان وردګو کې د برېښنا پرې کېدو له ستونزو سره مخ کړي يو

د غزني اوسېدونکي: ميدان وردګو کې د برېښنا پرې کېدو له ستونزو سره مخ کړي يو

author avatar
19 Jun 2019 - 18:03
د غزني اوسېدونکي: ميدان وردګو کې د برېښنا پرې کېدو له ستونزو سره مخ کړي يو
author avatar
19 Jun 2019 - 18:03

غزني ښار(پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٨): د غزني اوسېدونکي وايي چې هره اوونۍ دوه يا درې ځلې د دغه ولايت ورداتي برېښنا د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې پرې کيږي چې دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د غزني ګڼ شمېر اوسېدونکو نن د همدې موضوع په غبرګون کې په غزني ښار کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

د اعتراض کوونکو له ډلې څخه قومي مشر معلم رازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني برېښنا هره اوونۍ دوه يا درې ځلې د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په سالارو او نورو سيمو کې پرې کيږي.

هغه وايي: (( څو ورځې وړاندې موږ ورغلي وو خبرې مو ورسره وکړې، د دغو سيمو خلک وايي چې تر اوسه د هغو ځمکو پيسې نه دي ورکړل شوي چې پايې په کې درول شوې دي، نو ځکه دوى لينونه پرې کوي.))

همدارنګه بل اعتراض کوونکي شفيع الله وويل چې که حکومت دغه ستونزه هواره نه کړي نو امکان لري چې په راتلوونکي کې د برېښنا پر سر د غزني او ميدان وردګو ولايتونو د اوسېدونکو ترمنځ ستونزې پيدا شي.

ده وويل: ((همدا اوس ډېر خلک په دې نظر دي چې په غزني ښار کې د ميدان وردګو ولايت د اوسېدونکو دوکانونه وتړي او که دغه کار وشي نو غټ جنجال به رامنځته شي.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د برېښنا په نه شتون کې د دوى ټول کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي.

بل لورته د غزني د برېښنا رييس انجنير جان محمد پژواک ته وويل چې په ياده برخه کې هره ورځ دوى ستونزې لري.

ده وويل: ((په ميدان وردګو کې برقونه قطع کيږي، بيا دلته د خلکو له مشکل سره موږ مخ يو.))

د نوموړي په وينا، د ميدان وردګو اوسېدونکي هره ورځ د برېښنا مزي پرې کوي، په داسې حال کې چې د دغه مزي د هر متر بيه ٢٢ ډالره ده.

د غزني د برېښنا رييس زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل لپاره يې د ميدان وردګو له اوسېدونکو او چارواکو سره خبرې کړي او هيله مند چې ژر پايلې ته ورسيږي.

د يادونې ده چې غزني ته د وارداتي برېښنا له رسېدو وړاندې د يو کيلو واټ برېښنا بيه ٣٠ افغانۍ وه، خو اوس د کورونو لپاره اووه افغانۍ او د سوداګريزو سيمو لپاره ١٧ افغانۍ ټاکل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.