ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د طالبانو او داعش ۲۴ وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي

ننګرهار کې د طالبانو او داعش ۲۴ وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي

author avatar
19 Jun 2019 - 16:56
ننګرهار کې د طالبانو او داعش ۲۴ وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي
author avatar
19 Jun 2019 - 16:56

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار د ملي امنيت رياست په هلو ځلو اوو داعشيان او ۱۷ طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شول.

چارواکي وايي، يادو وسله والو ورته خپلې وسلې هم تسليم کړې او ژمنه يې کړې چې له دې وروسته به دولت ضد فعاليتونو کې برخه نه اخلي.

ياد وسله وال د غبرګولي په ۲۹مه د ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست کې د سولې له بهير سره يوځای شول.

په همدې موخه نیول شوو مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د ملي امنيت رياست په هلو ځلو دغه ولايت کې ۲۴ وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شول.

دی وايي، دغو وسله والو کې ۷ داعشيان او پاتې نور يې طالبان دي چې خپلې وسلې يې هم حکومت ته تسليم کړې.

هغه زياته کړه، دغو وسله والو د ننګرهار سره رود، چپرهار، خوږياڼو، مومندرې، لعلپورې او غني خېلو ولسواليو کې يې دولت ضد کړنې ترسره کولې چې د حقيقت په درک کولو سولې بهير سره يوځای شول.

د والي په وينا، دوی وسله والو طالبانو سره د سولې بهير پرانيستی خو داعش وسله والو سره سوله نه کوي او دا هغه کسان دي چې حکومت ته تسليمېږي.

د مياخېل د معلوماتو له مخې، روان کال په دغه ولايت کې ۵۵۰ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شوي او تسليم شوي دي.

د سولې له بهير سره يوځای شوو وسله والو ويل چې د يو شمېر پاکستانيانو په لمسون يې دولت ضد کړنې ترسره کولې چې اوس يې له يادې چارې لاس اخيستی او حکومت ته تسليم شول.

صفي الله د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د طالبانو په ليکو کې دولت ضد فعاليتونه کول.

دی وايي، وسلې او امکانات ورته ټول له پاکستان څخه راتلل او له يو کلن فعاليت وروسته ورته جوته شوه چې جګړه يې د جهاد نه بلکې د پاکستان په خاطر وه.

که څه هم د سولې له بهير څخه تر اوسه په  ټول هېواد کې زرګونه وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شوي خو عام خلک د سولې دغه بهير ته د شک په سترګه ګوري او وايي، دا يوازې تبلغاتي جګړه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.