کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولی ٩٨): جوګیانو په لومړي ځل په افغانستان کې د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې د تابعیت پېژندپاڼې ترلاسه کړې او په وسیله یې رایې ورکړې، خو اوس وايي چې اړونده اداره یې پېژندپاڼې نه تاییدوي.
جوګیانو تذکرې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې تر منځ د ١٣٩٧ کال د وري په مياشت کې د تفاهمنامې په اساس په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي توفیق وحدت په همکارۍ ترلاسه کړې دي. د نفوسو د احوال د ثبت اداره ټینګار کوي چې جوګیانو ته وېشل شوې پېژندپاڼې جعلي نه دي.
د «افغانستان د ملتونو او نژادونو» انټرنېټې پاڼې د معلوماتو له مخې، له زرګونو کلونو راهیسې یو تعداد هندي قومونه په هېوادونو کې بې کوره او سرګردانه دي چې جوګیان هم له یادو قومونو شمېرل کېږي.»
جوګیانو د هند د مرتاضانو یوه فرقه ده او د منځنۍ اسیا جوګیان شاوخوا دوې پېړۍ مخکې د لقیانو د یرغل له امله له بخارا څخه افغانستان ته کډه کډه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن