ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو نیم کال وروسته کندهار ته ښاروال وټاکل شو

یو نیم کال وروسته کندهار ته ښاروال وټاکل شو

author avatar
19 Jun 2019 - 17:59
یو نیم کال وروسته کندهار ته ښاروال وټاکل شو
author avatar
19 Jun 2019 - 17:59

کندهار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): له یو نیم کلن ځنډ وروسته کندهار ته نوی ښاروال وټاکل شو او نن یې خپله دنده پيل کړه.

شاوخوا یو نیم کال کندهار بې ښارواله و او اړوندې چارې د ښاروالۍ د مرستیال محمد نسیم رضايي له خوا پر مخ وړل کېدې.

دغه تشه هغه مهال رامنځته شوه چې ولسمشر د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د ښار او کور جوړونې د سرپرست وزیر په توګه وټاکه.

له اوږده ځنډ وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خلکو ته نوی ښاروال ور وپېژندل شو چې والي او یو شمېر چارواکو په کې ګډون کړی وو.

انجنیر محمد رفیع حیات چې د ښار جوړونې په برخه کې يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي، د ازادې سیالۍ له لارې دغه بست ته بریالی شوی دی.

نوموړي د خپل معرفي په مراسمو کې وویل، له ښاري کېدنې پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی، ځکه څېړنو ښودلې چې د هېوادونو ۸۰ سلنه اقتصادي وده په ښارونو پورې تړلې ده.

هغه زیاته کړه، کندهار د هېواد د نورو ښارونو په څېر په تېرو کلونو کې ګڼې ستونزې او ننګونې ګاللي چې عمده یې د ښاري حکومتولۍ په برخه کې خپلسرې ښارې پرمختیا، د ژوند ټیټ وضعیت، بېکاري، نامتوازنه پرمختیا او نور دي.

خو ده وویل چې له خلکو سره ژمنې نه کوي، ځکه امکانات محدود او اړتیاوې ډېرې دي، خو دا ورباندې فرض ده چې په رښتینولۍ به کار کوي او خلکو ته به د اړتیا وړ خدمات وړاندې کوي.

هغه د کندهار د مخکني ښاروال انجنیر روښان ولسمل څخه مننه وکړه چې د خپل ماموریت پر مهال یې مثبت بدلونونه راوستل او د ښار څېره یې بدله کړه.

ده وویل، ټولې درېدلې پروژې به بېرته پیلوي او نن په لومړۍ ورځ یې د عمر جامع له پروژې لیدنه وکړه چې کارونه یې په دې وروستیو کې ټکني شوي دي.

ده دا د خلکو حق وګاڼه چې تل د دوی له چارو څارنه وکړي او د چارو له روڼتیا ځانونه ډاډه کړي.

د کندهار والي حیات الله حیات له خلکو وغوښتل چې له نوي ښاروال سره د پروژو په بشپړولو، عوایدو راټولولو او پرمختیايي پلانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.