ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د نيول شوو کسانو تر خوشې کولو وروسته د خلکو اعتراض ختم شو

اروزګان کې د نيول شوو کسانو تر خوشې کولو وروسته د خلکو اعتراض ختم شو

author avatar
19 Jun 2019 - 17:24
اروزګان کې د نيول شوو کسانو تر خوشې کولو وروسته د خلکو اعتراض ختم شو
author avatar
19 Jun 2019 - 17:24

ترینکوټ ( پژواک، ۲۹ غبرګولى ۹۸): د اروزګان امنیه قوماندانۍ هغه لسګونه کسان تر ضمانت اخیستو وروسته خوشې کړل، چې د غير قانوني وسلو او نورو جرمونو په تور نيول شوي وو.

ددغو کسانو د نيول کېدو په غبرګون کې پرون سلګونو کسانو ا عتراضيه غونډه کړې وه او د ترينکوټ ښار يې د اعتراض په توګه تړلى و.

په نیول شوو کسانو کې چي یوهم ددغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مخکنی د امنیت امر و، څو ورځې مخکې د پوځي عملیاتو ( چاپو) پرمهال نیول شوى و.

نيول شوي کسان چې شمېر يې ٢٥ تنو ته رسېده، تېر ماښام خوشې شوي دي.

په مشرانو جرګه کې ددغه ولایت یوتن استازي امان الله عظيمي پژواک اژانس ته وویل، دوی تېر ماښام نیول شوي کسان تر ضمانت ورکولو وروسته ازاد کړل.

ضمانت کوونکي وایي، خوشې شوي کسان چې هرکله امنیه قومانداني او یاهم څارنوالي وغواړي ورته حاضریږي به.

بلخوا خوشې شوي کسان ادعا کوي چې د امنیتې کسانو له خوا شکنجه او بد چلند ورسره شوى دى.

د کوټوال په نوم یوتن نیول شوي پژواک ته وویل، د چاپې پرمهال د امنیتي کسانو له خوا سخت وهل ډبول شوى دى.

د اروزګان امنیه  قوماندان ډګروال خطاب خنجري بیا دا ردوي، چې هغوی دې له زندانیانو سره بد چلند کړی وي.

ده پژواک ته وويل، هغه کسان چې د عملیاتو پرمهال يې له پولیسو سره په تاوتریخوالي لاس پورې کړی و، له غبرګون سره مخ شوي.

خنجري وایې، ګڼ شمېر نیول شوي کسان یې د مسوولینو په لارښوونه او قوي ضمانت ترلاسه کولو وروسته ازاد کړي او دوسیې یې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.

نوموړی وایي، داهغه کسان دي چې له امله یې یوشمېر اروزګانیانو دوى ته شکایت  کړی و او د دولت وسلې او وسایط یې هم په واک کې وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.