د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خبريالان: د خوست پوليس او ولايت مقام معلوماتو ته په لاسرسي کې همکاري نه کوي

خبريالان: د خوست پوليس او ولايت مقام معلوماتو ته په لاسرسي کې همکاري نه کوي

Jun 19, 2019 - 11:47

خوست ښار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): د خوست يو شمېر خبريالان وايي چې د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ او په ځينو مواردو کې د ولايت مقام چارواکي ورسره معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته نه کوي.

دوی وايي، دا ستونزه پخوا هم موجوده وه، خو په دې وروستيو کې اوج ته رسېدلې او په ډېری مواردو کې د يو راپور د نظر اخيستلو لپاره په ورځو ورځو انتظار باسي.

په دغه ولايت کې د سلام وطندار راډيو خبريال محمدالرحيم سکندر پژواک خبري اژانس ته وويل هر کله چې دوی د پېښو او يا د ځينو نورو موضوعاتو په اړه راپور جوړوي، نو مسوول چارواکي پر وخت معلومات نه ورکوي.

د هغه په وينا، خبريالانو دا ستونزه څو څو ځلې امنيې قومدانۍ او د ولايت مقام چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه یې هېڅ کومه ګټه نه ده ورکړې.

دی وايي: ((ډېر داسې مسايل شته چې په هغه کې دوی يواځې ملي ټلوېزيون راغواړي؛ ځکه چې دولت پلوی دی، نور دغه ازادې ملي او نړيوالې رسنۍ نه را غواړي وايي داسې نه چې بله زاويه يا منفي نقطه په کې وګوري.))

خوست کې د «سيحون اژانس» خبريال سردار شفق پژواک ته وويل چې په خوست کې معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزه ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو ده.

هغه وايي، هغو دولتي غونډو ته چې د خلکو ستونزې او غوښتنې په کې انعکاس کېږي، يواځې درباري خبريالان غوښتل کېږي او د ازادو رسنيو خبريالان هېڅ خبرېږي هم نه.

نوموړي زياته کړه که چېرې حکومتي چارواکي په ځانګړي ډول امنيه قومانداني دغه حالت ته همداسې دوام ورکړي، نو د دوی مثبت خبرونه به هم تحريم کړي.

شفق زياتوي: ((امنيه قومانداني د پېښو په اړه پر وخت خبريالانو ته معلومات نه ورکوي، حتی داسې وخت راغلی دی چې نهه لس بجې يوه مسئله پېښه شوې ده، قوماندانۍ د شپې تر لسو بجو پورې هم موږ ته معلومات نه دي راکړي.))

په همدې ډول په دغه ولايت کې د کليد راډيو ځايي خبريال بخت جان بختيار هم د خوست له امنيې قوماندانۍ سر ټکوي چې د پېښو پر مهال پر وخت معلومات نه ورکوي.

په ورته وخت کې په سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات هم وايي چې رښتيا په يو شمېر مواردو کې د چارواکو له خوا خبريالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له خبريالانو سره همکاري وکړي.

دى وايي: ((رښتيا هم په خوست ولايت کې وخت ناوخت خبريالانو ته د ځينو دولتي ادارو له لوري معلومات يا ورکول کېږي نه او يا که ورکول کېږي، خو په ډېر ځنډ سره ورکول کېږي چې دا په خپله د راپور د سرعت اصل له منځه وړي.))

بلخوا د خوست د والي وياند طالب منګل بيا وايي، دوی له خبريالانو سره ښې اړيکې لري او ټولو هغو ناستو او غونډو کې چې ولايت مقام يې اړين وبولي بلنه ورکول کېږي.

دی زياتوي: ((موږ خو نه يو خبر چې خبريالان معلوماتو د لاسرسي په برخه کې څه ډول ستونزه لري، خو که بيا هم ستونزه موجوده وي، کولی شي له موږ سره يې شريکه کړي. ولايت مقام د دوی په خدمت کې دی. د قانون په رڼا کې هر ډول معلومات له دوی سره شريکېږي.))

د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر هم پژواک اژانس ته وويل چې دوی هر وخت خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکړي دي، خو زياتوي چې په ځينو مهمو پېښو او مسايلو کې د کورنيو چارو وزارت له امر پرته هغوی ته معلومات نه شي ورکولی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون له مخې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې له محرمو اسنادو پرته نور معلومات له رسنيو او خلکو سره شريک کړي، خو ولې د خبريالانو په وينا چې په دې برخه کې لا هم ډېرې ستونزې موجودې دي.

اطلاعاتو د لاسرسي کمېسيون کمېشنر او منشي حمدالله ارباب وايي، ټولې ادارې او مسوولين مکلف دي چې له رسنيو سره دې اطلاعات شريک کړي.

هغه پژواک ته وويل، که چېرې مسوولينو په دې برخه کې ناغېړي کوله نو اړوندې رسنۍ او خبريالان دې د دوى کمېسيون ته شکايت وکړي، دوى به يې په اړه قانوني اقدامات وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement