ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد طالبانو ته: د سولې د یوې هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یو، نه د وتلو

خليلزاد طالبانو ته: د سولې د یوې هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یو، نه د وتلو

author avatar
19 Jun 2019 - 12:03
خليلزاد طالبانو ته: د سولې د یوې هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یو، نه د وتلو
author avatar
19 Jun 2019 - 12:03

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٨): د امريکا ځانګړى استازى زلمي خليلزاد د طالبانو د څرګندونو په ځواب کې ويلي چې دوى د سولې لپاره مذاکرات کوي، نه د ځواکونو ايستلو لپاره.

خليلزاد دغه څرګندونې څو ساعته مخکې په ټولنيزه شبکه ټويټر کې وروسته له هغه کړې چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين له امريکا سره په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې وه.

شاهين ويلي وو، د سولې په خبرو کې امريکا منلې ده چې په بشپړه توګه به له افغانستانه وځي او بيا به په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.

خو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، په داسې حال کې چې دوى د اووم پړاو خبرو لپاره چمتووالى نيسي، بايد يادونه وشي چې دوى د سولې پر تړون کار کوي، نه د ځواکونو پر ايستلو.

هغه زياته کړې، د سولې هر اړخيزه تړون پر څلورو موضوعاتو تر موافقې وروسته کېږي چې هغه له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د ځواکونو ايستل، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيزه تلپاتې اوربند کول.

خليلزاد وايي: ((د سولې تړون لپاره دا يو چارچوب دى چې طالبانو منلې ده.))

د هغه په وينا، پخوا يې هم دا خبره کړې اوس يې بيا تکراروي، تر هغه پورې چې پر ټولو مواردو موافقه ونه شي، پر هېڅ شي موافقه نه کېږي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګروال ډيويډ بټلر هم د سهيل شاهين پر څرګندونو غبرګون ښودلى او زياته کړې یې ده چې ناسمې څرګندونې يې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.