ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه داعش جوړښت د اسلامي عقایدو خلاف دی

دانش: د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه داعش جوړښت د اسلامي عقایدو خلاف دی

author avatar
19 Jun 2019 - 18:17
دانش: د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه داعش جوړښت د اسلامي عقایدو خلاف دی
author avatar
19 Jun 2019 - 18:17

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولی ٩٨): سرور دانش د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه داعش جوړښت د اسلامي عقایدو خلاف ګڼي او وايي، په حنفي فقه کې ترهګري منعه ده او خلک یې له قتل څخه ځان ساتلو ته بللي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې «د امام ابوحنیفه شخصیت او مقام» تر عنوان لاندې جوړ جوړشوي علمي او تحقیقي سیمينار ته چې داخلي او بهرنیو مېلمنو په کې ګډون درلود حضرت امام ابوحنیفه (رح) سترعلمي میراث او د اسلامي تمدن ستره پانګه وبلله.

امام اعظم چې پر امام ابوحنیفه (رح) مشهور دی د (۸۰ ــ ۱۵۰ هـ ش) کلونو تر منځ د کوفې مشهور فقیه، واعظ او د حنفي مذهب بنسټ اېښودونکی او د افغانستان اصلي اوسېدونکی دی چې پیروان یې پر حنفیانو مشهور دي.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه، د داعش په نوم جوړه شوې ترهګره ډله د امام ابو حنیفه د افکارو او اسلامي فقې خلاف ده او دیني عالمان مکلف دي چې له دې حرکت سره جدي مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((حنفي فقه په ټولو فکري برخو کې بېلا بېل ډېر نوي مسایل لري، حضرت امام ابوحنیفه (رح) په خپل ژوند کې ۸۳ زره مسالې ځواب کړې دي.))

 دده په خبره، د امام ابوحنیفه بحثونو اوونۍ او میاشتې وخت غوښت او ان ویل شوي چې مخالف نظرونه یې ثبت او په اړه یې نظر څرګنداوه، له همدې امله امام اعظم (رح) د سترې فکري مکتب بنسټ کېښود او دغه فقه په ډېره چټکتیا تر اسلامي نړۍ ورسېده او په ټوله نړۍ کې یې پلویان پیدا کړل.

 دانش وویل، امام ابوحنیفه پر ازادو بحثونو باوري، د بیان د ازادۍ پلوی او د ترهګرۍ مخالف و او زیاته یې کړه: ((امام ابوحنیفه له ترهګرۍ ډډه کوله، خو ننني توندروان  ټول واجب القتل ګڼي او خلک وژني او هره ورځ د فقې عالمان وژني.))

 هغه له دیني عالمانو په ځانګړې توګه د حنفي فقې له پلویانو وغوښتل چې د یادو ترهګرو مخالفت او له دوی سره جدي مبارزه وکړي.

 سرور دانش سولې ته په اشاره وویل، د لارښوونو له مخې اسلام سولې او د مسلمانانو وینې او سر ته پر احترام ټینګار کوي،که طالبان ځانونه د امام ابوحنیفه پلویان ګڼي باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړي چې امام صیب په کومو لارښوونو کې مسلمان وژنې، جګړې، او د مالونو او عمومي موسسو د تخریب جواز ورکړی؟.

دده په خبره، ټولو ته روښانه شوې چې په ملي او نړیواله کچه ټول د سولې د ټینګښت په اړه واحد نظر لري او افغان حکومت د باور جوړونې له هر اقدامه استفاده کړې، خو مقابل لوری تر اوسه مستقیمو خبرو ته نه دی حاضر شوى.

نوموړي زیاته کړه، امنيتي  سرتېري او حکومت مجبور دي چې له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامسو دفاع وکړي.

 له ترکیې څخه راغلي دیني عالم عمر مورکیاز چې په یاد نړیوال کنفرانس کې یې ګډون درلود وویل، امام ابوحنیفه د خپل قوي فکر له امله تل غوښتل چې امام شي او د فقه بنسټ کېږدي، او په ځوانۍ کې بریالی شو چې خپلې دې موخې ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.