ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو فزیکي شخړه وکړه

د ولسي جرګې یو شمېر غړو فزیکي شخړه وکړه

author avatar
19 Jun 2019 - 16:12
د ولسي جرګې یو شمېر غړو فزیکي شخړه وکړه
author avatar
19 Jun 2019 - 16:12

 

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولی ٩٨): د ولسي جرګې ځینو غړو د دې جرګې د ریاست ټاکنو پر سر د رامنځته شوو مخالفتونو له امله فزیکي شخړه وکړه او وروسته د جرګې د تالار خپرونې بندې شوې.

د ملي شورا د تقنیني دورې د اوولسمې دورې له پرانیستې شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي خو یاده جرګه تر اوسه رییس او اداري پلاوی نه لري.

د ولسي جرګې د ریاست تېرې ټاکنې د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ ترسره شوې خو پایله یې ځکه روښانه نه شوه چې د جرګې غړي د ټاکنو په ورځ ددې جرګې د نصاب په اړه اختلاف لري، ځینې یې ۲۴۴ او ځینې نور یې ۲۴۷ بولي.

که د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې نصاب ۲۴۴ کسان وي بریالی نوماند ۱۲۳ رایو ته اړتیا لري خو که نصاب ۲۴۷ کسان وي بریالی نوماند باید ۱۲۴ رایې ترلاسه کړي.

رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې وې خو پلویان یې وايي چې د نوموړي یوه سمه رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې، خو د جرګې نور غړي بیا دغه رایه باطله ګڼي او وايي، یاده رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې ده.

د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې په دې اړه دوه ځلې ټاکنې ترسره شوې چې د یادې ستونزې (جنجالي رایې) د حل په موخه ټاکنې علني او که سري وي، او د جرګې ډېری غړي د علني رایو غوښتونکي وو، خو ځینو نورو دغه پرېکړه ونه منله. وروسته د جرګې یو شمېر غړو له اصولي څخه غوښتنه وکړه چې خپله طرحه وړاندې کړي.

اصولي وویل، ټاکنې باید سري وي، خو هر غړی که غواړي کولای شي په علني ډول هم رایه ورکړي، خو د اصولي دې خبرو هم ځای ونه نیو او د جرګې له تالاره د یو شمېر غړو په وتلو د تصمیم نیونې لپاره د جرګې نصاب کم شو.

خو نن (د غبرګولي ۲۹مه) هم د جرګې یو شمېر غړو هم مخالفتونه لرل او ټاکنې ترسره نه شوې.

د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال چې تېره ورځ د ناستې اجرایه مدیر ټاکل شوی و، وویل، د جرګې د هغو غړو رایې لغوه کېږي چې غواړي خپلې رایې چا ته ښکاره کړي.

وروسته د کابل د خلکو استازي امان الله ګذر وویل، ټاکنې باید سري وي، علني ټاکنې او نور وړاندیزونه منل شوي خو ستونزه یې نه ده حل کړې. هغه زیاته کړه: ((هر څوک چې څه کولای شي لاس یې خلاص.))

ګذر وویل، رحماني د ریاست پر څوکۍ کېنوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.