ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ماسټرۍ لپاره کانکور ازموينه اخيستل کېږي

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ماسټرۍ لپاره کانکور ازموينه اخيستل کېږي

author avatar
19 Jun 2019 - 11:29
ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ماسټرۍ لپاره کانکور ازموينه اخيستل کېږي
author avatar
19 Jun 2019 - 11:29

جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): په ننګرهار کې له ۱۷۷۳۲ کسانو څخه د کانکور ازموينه پيل شوه چې د ليسانس او ماسټرۍ زده کړو لپاره به ترې له درېيو زرو ډېر کسان جذب شي.

سږ کال لومړی ځل دی چې ننګرهار پوهنتون د ماسټرۍ زده کړو لپاره کانکور ازموينه اخلي او مسوولين ډاډ ورکوي چې د ليسانس او ماسټرۍ زده کړو په پيل شوي کانکور کې به له بشپړ روڼتيا کار واخلي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په سږني کانکور کې له ۲۳٠٠ زياتو نجونو هم برخه اخيستې چې دا د تېرو کلونو په پرتله د نجونو ډېر شمېر دی چې ازموینه ورکوي.

د کانکور ازموينه د غبرګولي په ۲۸مه په ننګرهار پوهنتون کې پيل شوه او چارواکي وايي، تر درېيو ورځو به دوام وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکتر یحیی فهیم وویل، سږ کال ۲۳۹۶ نجونو په ګډون له ۱۶۵۰۱ کسانو څخه د ليسانس زده کړو او د ۶۳ نجونو په ګډون له ۱۲۳۱ تنو څخه د ماسټرۍ پروګرام لپاره د کانکور ازموینه اخيستل کېږي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال ننګرهار پوهنتون د ليسانس زده کړو لپاره د ۳۰۹۶ او ماسټرۍ زده کړو لپاره د ۱۸۰ محصلينو د روزنې وړتيا لري.

د کانکور ازموینې د ملي کمېټې مشر پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید وویل، په ټولو ولایتونو کې د کانکور په ازموینه کې هېڅ ډول  توپیرې چلند نشته او د ګومارل شوو کمېټو له لوري د کانکور ازموینه د شفافیت په موخه په بشپړ ډول چمتووالی لري.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادو مراسمو پر مهال وویل، تر ازموینې وړاندې ټول کسان بایومټریک شوي او له درغلۍ پرته هغه کسان چې وړتیا لري، لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه به په شفاف ډول بریالي شي.

والي ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونو په بشپړه توګه د کانکور ازموينې د سيمې امنيت تامين کړی او هېچا ته به د کوم ګواښ او ګډوډۍ رامنځته کېدو اجازه ورنه کړي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي اجمل عمر وویل، د کانکور ملي کمېټې غړو څخه ختیځ زون سره د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه، همدا راز ډاډ یې وښود چې د پوهنتون مقام د ساتلو په برخه کې په مسوولیت سره همکاري کوي.

کانکور ازموينې ګ‌‌‌‌‌‌ډونوال که څه هم د دې پروسې له موجوده نظم او شفافيت خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د نومرو ورکړې برخه کې يې هم حق ونه خوړل شي.

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د وزیرو له جهادي لېسې فارغ سبحان الله وايي، تر اوسه په پروګرام کې ‌‌‌‌‌‌ډېر شفافيت ليدل کېږي، خو هيله يې وښوده چې پايلو کې هم شفافيت ته پام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.