د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټاکنې په افغانستان کې د جوګیانو د رسمي هویت ثابتېدو لامل شوې

ټاکنې په افغانستان کې د جوګیانو د رسمي هویت ثابتېدو لامل شوې

Jun 19, 2019 - 20:04

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولی ٩٨): جوګیانو په لومړي ځل په افغانستان کې د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې د تابعیت پېژندپاڼې ترلاسه کړې او په وسیله یې رایې ورکړې، خو اوس وايي چې اړونده اداره یې پېژندپاڼې نه تاییدوي.

جوګیانو تذکرې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې تر منځ د ١٣٩٧ کال د وري په مياشت کې د تفاهمنامې په اساس په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي توفیق وحدت په همکارۍ ترلاسه کړې دي. د نفوسو د احوال د ثبت اداره ټینګار کوي چې جوګیانو ته وېشل شوې پېژندپاڼې جعلي نه دي.

د «افغانستان د ملتونو او نژادونو» انټرنېټې پاڼې د معلوماتو له مخې، له زرګونو کلونو راهیسې یو تعداد هندي قومونه په هېوادونو کې بې کوره او سرګردانه دي چې جوګیان هم له یادو قومونو شمېرل کېږي.»

جوګیانو د هند د مرتاضانو یوه فرقه ده او د منځنۍ اسیا جوګیان شاوخوا دوې پېړۍ مخکې د لقیانو د یرغل له امله له بخارا څخه افغانستان ته کډه کډه شوي دي.

جوګیان چې یاده سرچینه یې په افغانستان کې شمېر کابو ۱۰ زره ګڼي، سیارې قبیلې دي او همدا اوس په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په خېمو کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو اداره په افغانستان کې د جوګیانو قوم د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د افغانستان د بشري حقونو د خپواک کمېسیون له خوا په ۱۳۹۷ کال کې د «په افغانستان کې د هر ډول نژادي تبعيض د مخنيوي کنوانسيون د تطبيق کچې څېړل» تر عنوان لاندې څېړنه کې چې پایلې یې د ۱۳۹۸ کال د وري په پنځمه اعلان شوې، راغلي، «جوګیان» د افغانستان د تابعیت قانون د نهمې مادې خلاف چې څو کاله په افغانستان کې زېږېدلي او ژوند کوي، تر اوسه نه دي توانېدلي چې د تابعیت تذکرې ترلاسه کړي او له اړوند امتيازونو یې استفاده وکړي.

ټاکنو د جوګیانو د هویت پېژندو ته زمینه برابره کړه

جوګیانو وايي، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو لپاره ټاکنیزو کمپاینو د ځینو جوګیانو لپاره د تذکرې اخیستو زمینه برابره کړه.

د جوګیانو له قوم څخه ۲۸ کلن احمدشاه خان چې مخکې له خپلې کورنۍ سره په کندوز، خو اوس د جوګي قوم له ۳۰ نورو کورنیو سره یو ځای د کابل ښار د قمبر څلور لارې د کډوالو په کمپ کې ژوند کوي، پژواک ته وویل، تېر کال یې تذکره ترلاسه کړه او د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې ګډون وکړ.

هغه چې له خپلو نورو دوستانو سره په ډېره کوچنۍ حویلۍ کې اوسېږي، وویل: ((موږ یو غریب او هېر شوی قوم یو، له باباګانو راهیسې مو تذکرې نه لرلې، تېر کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د توفیق په نوم د ولسي جرګې یو غړی راغى او موږ ته یې تذکرې ووېشلې، په دې پلمه چې تاسو ماته رایې راکړئ، رایې مو هم ورکړې، اوس چې تذکره تاییدوو، راته وايي چې ستاسو تذکره تقلبي ده.))

د احمدشاه په خبره، تر نهم ټولګي يې زده کړې کړې او بیا ځکه له ښوونځي وتلی چې تذکره یې نه لرله او د هغه کس په اړه چې جوګیانو ته یې تذکرې ورکړې او هغوی ده ته رایې ورکړې، وویل: ((اوس یې قدرت ترلاسه کړ، الله دې توفیق ورکړي چې موږ ته اصلي تذکرې ووېشي چې ستونزې مو حل شي.))

نوموړي زیاته کړه، د جوګیانو شاوخوا ۳۰ کورنۍ په قمبر څلور لاري کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او۱۵۰ غړو یې د یاد نوماند په همکارۍ تذکرې اخیستې دي.

خو هغه زیاته کړه، اوس چې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې کارکوونکي تذکرې تاییدوي، وايي چې دغه تذکرې جعلي دي چې جوګیانو یې په وسیله په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، نور جوګیان چې په کارته نو او بګرامیو کې ژوند کوي، هم د یاد نوماند په همکارۍ تذکرې اخیستې او د همدې تذکرو په وسیله یې رایې وکړې دي.                                                         

ده وویل: ((د جوګیانو قوم خدای مه کړه بد نه دی، خو رټل شوی او خوار دی، چا ورته توجه نه ده کړې، د زده کړو زمینه ورته نه ده برابره، که مې تذکره لرلای، زده کړې مې کولې، اوس به مې ډېر ښه ژوند وای.))

نوموړي زیاته کړه، خور یې سرطان ناروغي لرله، خو د تذکرې او پاسپورټ د نه لرلو له امله یې بهر ته ونه شوای لېږدولای او مړه شوه.

دغه راز یوه بل جوګي۶۰ کلن محمد قناعت چې اوس د کابل ښار په قلعه وزیر سیمه کې په خېمو کې ژوند کوي، وايي، د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې یو شمېر جوګیانو ته تذکرې وېشل شوې دي.

ده هم د هغه چا نوم یاد کړ چې جوګیانو ته یې تذکرې وېشلې او ويې ویل: ((زموږ یو وطنوال راغی، د تذکرو د وېش ټېم یې راوست او موږ ته یې تذکرې ووېشلې، رایه مو ورکړه، خو په انعام کې یې موږ هېڅ ترلاسه نه کړل، اوس چې تذکره د تایید لپاره وړو، راته وايي چې تاتذکرې جعلي دي او نه یې تاییدوو؛ څومره بده ده!))

نوموړي چې زړې جامې اغوستې وې او سر یې په دستمال تړلی، د لاس په اشارې سره وویل: ((که موږ ته توجه شوې وای، تذکره مو لرلای او ښوونځى مو لوستی و، اوس به مو ژوند دومره بد نه و، په موږ خو تېره شوه، اولادونه به مو څه شي؟))

د جوګي قوم یوې ښځې ګلستان چې له خپلې کورنۍ سره د قمبر څلور لاري په سیمه کې په خېمه کې ژوند کوي، وویل، ۷۰ کاله عمر لري او لومړی ځل دی چې د ولسي جرګې یو نوماند راغی او یو شمېر جوګیانو ته یې زمینه برابره کړه چې تذکره واخلي، خو اوس مسوولین وايي چې دا تذکرې جعلي دي.

مسوولین: تذکرې جعلي نه دي

د افغانستان د معلوماتو او احصايي ادارې ویاند روح الله احمدزي وویل، د لومړۍ ځل لپاره تېر کال د جوګیانو قوم ته د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې د تذکرو د وېش بهیر پیل شو او اوس هم دوام لري.

خو هغه زیاته کړه، دقیق نه پوهېږم چې څومره جوګیانو ته تذکرې وېشل شوې دي.

هغه د جوګیانو د دې ادعا په اړه چې د تذکرو د تایید مامورین وايي چې تذکرې یې جعلي دي، وویل: ((نه خیر جعلي نه دي، هغه تذکرې چې موږ وېشلې اصلي دي، د چا تذکره که ستونزه ولري، موږ ته دې راشي، موږ به یې د ستونزې د حل لپاره اقدام وکړو.))

احمدزي په دې اړه چې ولې مخکې جوګیانو ته تذکرې نه وېشل کېدلې، وویل؟: (( موږ نه غواړو په دې اړه خبرې وکړو، د حکومت مخکني چارواکي باید په دې اړه ځواب ورکړي.))

د کډوالو او چارو وزارت د انسجام او پالیسۍ مرستیال مهرخدا صبار هم وویل، تېر کال د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې د کډوالو چارو وزارت په دې ټاکنو کې کډوالو او بېځایه شوو کسانو د ګډون په موخه یادو دوو ډلو ته د تذکرو د وېش وړاندیز کابینې ته وکړ چې کابینې تایید کړ او د ولسمشر د حکم په اساس یاد بهیر پیل شو.

نوموړي د هغو جوګیانو کره شمېر په ډاګه نه کړ چې تذکرې یې ترلاسه کړې دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي توفیق وحدت وویل، تېر کال د ولسمشر د فرمان په اساس د لومړي ځل لپاره جوګي قوم ته د تذکرو وېش پیل شو.

هغه وویل: ((زه هم ویاړم چې په دې برخه کې مې کار کړی، زه او ټاکنیز ټيم مې د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې د جوګي قوم خلکو ته د تابعیت تذکرو د څرنګوالي، په ټاکنو کې د ګډون د لارو چارو په اړه عامه پوهاوی ورکړ او له دوی سره مې نغدي او جنسي مرسته هم کړې وه.))

نوموړي د جوګیانو د دې ادعا په اړه چې مامورین یې تذکرې جعلي ګني، وویل: ((نه خیر، جعلي نه دي، کله چې تذکرې وېشل کېدلې، د تذکرو د وېش سیار ټېمونه د دوی محلونو ته تللي وو او تذکرې یې ووېشلې، ستونزه دا ده چې دا افغانستان دی او په ټولو ادارو کې کاغذپراني موجوده ده.))

هغه زیاته کړه، ډېر ژر به له جوګیانو سره اړیکه ونیسي او که ستونزه موجوده وي، له دوی سره به همکاري کوي او له هغې ادار‎ې سره به هم خبري وکړي چې ستونزه جوړوي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ وویل: ((موږ په دې اړه هېڅ نه وایو، ځکه دا موضوع په موږ پورې اړه نه لري، د مهربانۍ له مخې له مرکزي احصايي پوښتنه وکړئ چې ایا جوګیانو ته وېشل شوې تذکرې اصلي او که جعلي دي.))

هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې په تېرو او نورو ټاکنو کې له جعلي تذکرو استفاده شوې او جعلي تذکرې په ټاکنو کې یوه ستره ستونزه ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement