کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): د ترانسپورتي شرکتونو ټولنو د مساپر وړونکو برخه وايي که تر دوو اوونیو پورې د ولسمشر ژمنې عملي نه شي، کاري اعتصاب به وکړي.
د ولسمشرۍ ویب پاڼې معلوماتو پر بنسټ د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د روان کال د غبرګولي په پنځمه د مسافر وړونکو او بار وړونکو شرکتونو له استازو سره د ليدنې پر مهال ویلي وو: ((چمتو یو څو د ترانسپورت لپاره ځانګړی خونه رامنځته کړو؛ خو په دغه شرط چې د دې خونې مسوول انتخابي وي او د اقتصادي عالي شورا غړیتوب به هم هغه ته سپارل کېږي.))
دغه رازهغه ویلي وو چې د ترمینلونو طرحه هم چمتو ده او وروسته له هغه چې د ترانسپورتي شرکتونو مالکینو سره شریکه او په تړاو یې د هغوی نظرونه او مشورې ترلاسه شي، د پلي کېدو پړاو يې پيلېږي او ډېر ژر به د ترانسپورټ برخې مالیاتي جریمې هم ترلاسه شي.
مساپر وړونکو شرکتونو نن لسګونه مساپر وړونکي موټر له دې امله د اعتراض په ډول د کابل ښار د حضوري چمن سړک غاړې ته درولي وو چې د ولسمشر لارښوونې نه دي پلي شوي.
په کابل کې د ځمکني ترانسپورت د سراسري ټولنې مشر طلامحمد اوتمانزي خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې وه د دې ټولنې د ترانسپورت برخه کاري اعتصاب وکړي او د حضوري چمن سړک د ترافیکو پر مخ وتړي.
خو نوموړي زیاته کړه چې دوی وروسته له هغه له دې پرېکړې لاس په سرشول چې د ترانسپورټ وزیر د ولسمشر د ژمنو پلي کېدو وعده وکړه.
نوموړي د چا له نوم اخیستو پرته د ترانسپورټ وزارت مفسدو چارواکو د ګوښه کېدوغوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: ((که تر۱۵ورځو د یادو مواردوتطبیق لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، په ټول هېواد کې به کاري اعتصاب وکړو.))
په نننۍ خبري غونډه کې د یوه خصوصي مساپروړونکي شرکت مشر قهارستاري وویل: ((نن موږخپل موټر د اعتراض او ګواښ په ډول سړک ته را واېستل او که زموږ د ستونزو حل لپاره عملي اقدامات و نه شي، کاري اعتصاب به وکړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن