ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که طالبان سوله ونه کړي، حکومت جګړې ته پوره چمتووالی لري”

“که طالبان سوله ونه کړي، حکومت جګړې ته پوره چمتووالی لري”

author avatar
19 Jun 2019 - 16:38
“که طالبان سوله ونه کړي، حکومت جګړې ته پوره چمتووالی لري”
author avatar
19 Jun 2019 - 16:38

پلخمري (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): د بغلان والي وايي، که چېرې د افغان دولت وسله وال مخالفين سوله ونه کړي، نو حکومت هم د جګړې لپاره پوره چمتووالى لري.

دغه څرګندونې د بغلان والي احمد فريد بسيم د غبرګولي په ٢٩مه له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

بسيم وويل چې تر ډېره يې په دغه ولايت کې جګړه مهار کړې خو زياتوي چې د ځينو پوځي افسرانو د تبديلۍ په برخه فشارونه پرې راوړل کېږي چې د ده کارونه يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

نوموړي په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((بغلان کې یوې کوچنۍ نظامي څوکۍ ته د وړ کس ګومارلو پرمهال ځېنې لوړپوړي دولتي چارواکي له دولتي  واک څخه په ګټې اخيستنې زموږ د کار مخه نیسې چې دغه فشار د سېمې د امنیت په ګټه نه، بلکې د دولتي واک د کمزورتیا سبب کیږي.))

والي له وسله والو مخالفينو سره د سولې په اړه وويل: ((افغان حکومت اوس مهال جګړه او سوله دواړه مخته وړي که مخالفین غواړي سوله وکړي دا ګز دا ميدان او که غواړي جګړه نو هم دا ګز او دا ميدان.))

دغه راز د غونډې يوه ګډونوال او مدني فعال نوید شکور زاده وویل چې د بغلان ډېرى اوسېدونکي له افغان امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي.

دى وايي: ((موږ په هر حالت کې له خپلو ځواکونو سره يو، له دې غونډې څخه مو موخه د امنيتي ځواکونو د مورال لوړول دي.))

همدرانګه مدني فعالې اندېشې مشعل بیا له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ له حکومته د امنیتي سرتېرو د کورنيو غړو د لاسنیوي غوښتنه وکړه.

هغې وویل: ((حکومت دې د نورو سرتېرو د تشويق لپاره د وژل شوو سرتېرو د کورنيو لاسنيوى وکړي؛ ځکه ډېرى يې په بد اقتصادي حالت کې دي.))

دغه راز د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو څخه يې د سولې کولو غوښتنې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.