د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

یو نیم کال وروسته کندهار ته ښاروال وټاکل شو

یو نیم کال وروسته کندهار ته ښاروال وټاکل شو

Jun 19, 2019 - 17:59

کندهار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): له یو نیم کلن ځنډ وروسته کندهار ته نوی ښاروال وټاکل شو او نن یې خپله دنده پيل کړه.

شاوخوا یو نیم کال کندهار بې ښارواله و او اړوندې چارې د ښاروالۍ د مرستیال محمد نسیم رضايي له خوا پر مخ وړل کېدې.

دغه تشه هغه مهال رامنځته شوه چې ولسمشر د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د ښار او کور جوړونې د سرپرست وزیر په توګه وټاکه.

له اوږده ځنډ وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خلکو ته نوی ښاروال ور وپېژندل شو چې والي او یو شمېر چارواکو په کې ګډون کړی وو.

انجنیر محمد رفیع حیات چې د ښار جوړونې په برخه کې يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي، د ازادې سیالۍ له لارې دغه بست ته بریالی شوی دی.

نوموړي د خپل معرفي په مراسمو کې وویل، له ښاري کېدنې پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی، ځکه څېړنو ښودلې چې د هېوادونو ۸۰ سلنه اقتصادي وده په ښارونو پورې تړلې ده.

هغه زیاته کړه، کندهار د هېواد د نورو ښارونو په څېر په تېرو کلونو کې ګڼې ستونزې او ننګونې ګاللي چې عمده یې د ښاري حکومتولۍ په برخه کې خپلسرې ښارې پرمختیا، د ژوند ټیټ وضعیت، بېکاري، نامتوازنه پرمختیا او نور دي.

خو ده وویل چې له خلکو سره ژمنې نه کوي، ځکه امکانات محدود او اړتیاوې ډېرې دي، خو دا ورباندې فرض ده چې په رښتینولۍ به کار کوي او خلکو ته به د اړتیا وړ خدمات وړاندې کوي.

هغه د کندهار د مخکني ښاروال انجنیر روښان ولسمل څخه مننه وکړه چې د خپل ماموریت پر مهال یې مثبت بدلونونه راوستل او د ښار څېره یې بدله کړه.

ده وویل، ټولې درېدلې پروژې به بېرته پیلوي او نن په لومړۍ ورځ یې د عمر جامع له پروژې لیدنه وکړه چې کارونه یې په دې وروستیو کې ټکني شوي دي.

ده دا د خلکو حق وګاڼه چې تل د دوی له چارو څارنه وکړي او د چارو له روڼتیا ځانونه ډاډه کړي.

د کندهار والي حیات الله حیات له خلکو وغوښتل چې له نوي ښاروال سره د پروژو په بشپړولو، عوایدو راټولولو او پرمختیايي پلانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، ښارونه زموږ د فرهنګ استازولي کوي او په ابادولو کې یې باید ونډه واخلو.

د کندهار ښاریان وايي، له نوي ښاروال څخه یې هیله دا ده چې د مخکني ښاروال په څېر ډېر کار وکړي څو خلکو ته خدمات وړاندې شي.

د کندهار ښار اوسېدونکی نور اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، خلکو په وار وار له مرکزي ادارې وغوښتل چې دې ولایت ته په کار پوه او مسلکي ښاروال راولېږي، خو دې کار یو نیم کال په بر کې ونیو.

د ده په خبره، د نوي ښاروال په اړه یې اورېدلي چې د ښار جوړونې په برخه کې لوړې زده کړې لري او له هغه د دوی تمه دا ده چې ډېر کار به کوي.

دی وايي، مخکنی ښاروال روښان ولسمل د یوه مسلکي او کار پوه ښاروال په توګه په خپل درې کلنه کاري موده کې د کندهار ښار څېره بدله کړه، ښاري ماسټر پلان یې پلی کړ، د بیارغونې بنسټیزې پروژې یې پيل کړې، ډېر سړکونه یې پراخ او پاخه کړل او په لسګونو نور کارونه یې وکړل.

دی وايي، دا هغه څه وو چې مخکنیو ښاروالانو د ډېرو امکاناتو په لرلو نه وو کړي.

د ده په خبره، له نوي ښاروال څخه یې غوښتنه دا ده چې رامنځته شوې تشه ډکه کړي او د هغه له خوا پیل شوي کارونه چې اوس ټکني شوي پيل او بشپړ کړي.

د یوه بل خبر له مخې، نن کندهار ته نوی ټاکل شوی مستوفي هم معرفي شو.

نوی مستوفي احسان الله نوري د مخکني مستوفي احمد جان پوپل پر ځای ټاکل شوی دی.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب له نوي مستوفي وغوښتل چې د مستوفیت په چارو کې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي او د عوایدو په راټولولو کې په بشپړ شفافیت کار وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement