ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​سيمنز: د کرکټ له نړيوال جام وروسته به افغانان له حالاتو خبر کړم

​سيمنز: د کرکټ له نړيوال جام وروسته به افغانان له حالاتو خبر کړم

author avatar
19 Jun 2019 - 17:02
​سيمنز: د کرکټ له نړيوال جام وروسته به افغانان له حالاتو خبر کړم
author avatar
19 Jun 2019 - 17:02

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٨): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سر روزونکى فيل سيمنز وايي چې له نړيوال وروسته به افغانان د ملي لوبـډلې له حالاتو خبر کړي.

هغه چې تېر کال د کرکټ ملي لوبـډلې د سر روزونکي په توګه ټاکل شوى، څو ورځې مخکې يې اعلان وکړ چې له نړيوال جام وروسته خپله دنده پرېږدي، خو د کرکټ بورډ سرچينې وايي چې د هغه قرارداد بشپړ شوى او بيا ورسره نه نوى کېږي.

له نړيوال جام مخکې د کرکټ ملي لوبـډلې د لوبډلمشر او ځينو نورو بدلونونو وروسته په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې پر خرابې لوبې د مبصرينو او مينه والو نيوکې زياتې شوې دي.

په ځانګړې توګه خلکو پر پرونۍ لوبې ډېرې نيوکې وکړې چې  د انګليستان پر وړاندې ملي لوبډلې په توپ اچونه کې ډېره خراب لوبه وکړه او انګليستان ګڼ شمېر نړيوال ريکارډونه جوړ کړل.

د کرکټ ملي لوبډلې سر روزونکي  فيل سيمنز د غبرګولي په ٢٩مه په ټويټر کې ليکلي: ((د کرکټ نړيوال جام په نيمايي برخه کې يو، زه هڅه کوم چې افغان لوبډله خپله هغه وړتيا وښيي چې موږ ترې تمه لرله.))

هغه زياته کړه، له نړيوال جام وروسته به افغانانو ته ووايي چې د افغانستان کرکټ بورډ د سليکشن کمېټۍ پخوانى مسوول دولت احمدزي د نړيوال جام چمتووالي او د پخواني لوبـډلمشر اصغر افغان په لرې کولو کې رول درلود.

د يادونې ده، د کرکت بورډ نوي رييس عزيزالله فضلي د خپل واک په لومړيو ورځو کې اصغر افغان د ملي لوبـډلې له لوبـډلمشرۍ لرې کړ او پر  ځاى يې ګلبدين نايب نوى لوبډلمشر وټاکه.

له دې پرېکړې وروسته   د ملي لوبډلې دوو پياوړو لوبغاړو محمد نبي او راشد خان د مخالفت ټويټونه وکړل او له دې پرېکړې سره يې خپل مخالفت  څرګند کړ.

هغوى په خپلو ټويټونو کې يو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم ټګ کړي وو چې هدف يې له هغوى څخه پر دې موضوع د مداخلې او همکارۍ غوښتنه شوې وه.

د ملي لوبډلې د سر روزونکي پخواني ويسټ انډيزي لوبغاړي فيل سيمنز ټويټ د کرکټ مشهورې وېب پاڼې (کرېک انفو) هم په خپور کړی او ليکلي يې دي: (( د افغانستان کرکت لپاره ښه خبر نه دى.))

بلخوا د کرکټ مينه والو په ټولنيزو شبکو کې بېلابېل ډول څرګندونې کړې دي.

عصمت صافي په فيسبو کې ليکلي: ((د بورډ د ناسم مديريت له امله مو غوښتل، انګلستان کې د خپلو ملګرو په مرسته د انګلستان او افغان لوبډلې د سيالۍ پر مهال په بورډ کې د اصلاحاتو، له دندو د ناوړه ګټې اخیستنې او په بورډ کې د شته فساد په اړه غږ پورته کړو، څو له دغه لارې ولسمشر ته پيغام ورسوو؛ خو له سلا مشورو ورسته هوکړې ته ونه رسېدو، ومو ويل چې ښايي د ګټې پر ځای تاوان وکړي، د بورډ او په ځانګړې توګه د افغان لوبډلې ګټلی حيثيت به، په نړيواله کچه  انعکاس کړل شي او ګټلې وياړ به مو له لاسه ووځي. ))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.