هرات (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): د هرات یو شمېر اوسېدونکي د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د اختلافاتو پر دوام د نیوکې تر څنګ وايي، د جرګې د رییس پر سر یادو اختلافونو د ملت د کور حیثیت له منځه وړی دی.
د هرات یو شمېر خلکو چې نن پنجشنبې د ولایت مقام مخې ته راټول شوي وو او د «اختلافونه بس دي» شعار په ورکولو یې د وکیلانو ترمنځ د لانجې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
دوی وايي، د ولسي جرګې د غړو ترمنځ فزیکي شخړې او ناندریو د ملت د کور ابرو له منځه وړې ده.
دغه کسان ټينګار کوي چې د ولسي جرګې غړو د خلکو باور له لاسه ورکړی او له حکومته غواړي چې د جرګې دروازه دې وتړي.
دا په داسې حال کې ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت یوې معتبرې سرچینې پژواک ته وویل، ولسمشر ګواښ کړی چې که تر راتلونکې یوې اوونۍ د ولسي جرګې داخلي اختلافات حل نه شي، دروازه یې تړي، خو د ارګ مرستیال ویاند محمد هارون چخانسوري یادې څرګندونې ردوي.
د معترضانو له ډلې وحید احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د ولسي جرګې د غړو ترمنځ اختلافونه د افغانستان د خلکو استازيتوب نه کوي او د وکیلانو ترمنځ دغو لانجو په نړۍ کې د افغانستان نوم بدوي.))
د هرات یوه مدني فعال فاروق امیني د یادې راټولېدنې موخه د ولسي جرګې غړو ته د خپل غږ رسول وبلله.
نوموړي زیاته کړه: ((دغه وکیلان د خلکو پر رایو پارلمان ته تللي، پارلمان د قانون جوړونې کور دی، خو له بده مرغه د خلکو ستونزو ته د رسېدو پر ځای د ریاست څوکۍ پر سر شخړه کوي.))
د محمد شکېب پردېس په نوم بل معترض وویل: ((په ولسي جرګه کې د خلکو استازو په یادو لانجو خپل باور له لاسه ورکړ.))
دغو معترضانو د ولسي جرګې غړي د پیسو پر معاملو او قومي، سیمه ییزو او ژبنیو چلندونو تورن کړل.
په ولسي جرګه کې د وکیلانو ترمنځ له پرونۍ فزیکي شخړې وروسته د دې جرګې د عمومي تالار مېز، څوکۍ ماتې شوې او د یو شمېر کسان ټپیان شول.
له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د ولسي جرګې غړي د ریاست پر سر جنجال لري او تر اوسه یې اداري پلاوی نه دی ټاکلی او نه دي توانېدلي چې خپلې ناستې منظمې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن