ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې “د هرات امنیتي مکتب” دویم سمپوزیم جوړ شو

په کابل کې “د هرات امنیتي مکتب” دویم سمپوزیم جوړ شو

author avatar
20 Jun 2019 - 20:18
په کابل کې “د هرات امنیتي مکتب” دویم سمپوزیم جوړ شو
author avatar
20 Jun 2019 - 20:18

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸):  په کابل ښار کې د نړیوالو متخصصینو په ګډون له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره "د هرات امنیتي مکتب" دویم سمپوزیم جوړ شو.

«په ختیځ فکر کې سیاست او قدرت، د امنیت او ستراتېژۍ په حوزه کې پراختیا او د اصولو تقلید، هرات د تېموریانو په دوره کې: له هنر سره د سولې اړیکه؛ د دولت نظر او په منځنۍ اسیا او ترکیه کې د هغه د فهم څرنګوالی؛ هویت او امنیت: د مرکزي اسیا او افغانستان مطالعه؛ په افغانستان کې د اسلامي مذاهبو له مخې له جګړې مشروعیت اخیستل؛ په جګړه او سوله کې د فرهنګ رول: په افغانستان کې د فرهنګي پراختیا اړتیا او د سولې په ترویج کې د دیني او سنتي مرکزونو رول» هغه موضوعات دي چې په یاد دوه ورځني سمپوزیم کې به پرې خبرې وشي.

په دغه دوه ورځني نړیوال سمپوزیم کې د افغانستان، سیمې او نړۍ چارواکي او متخصصینو ګډون کړی او په یادو موضوعاتو به خبرې وکړي.

د دې سمپوزیم ګډونوال وايي، تر څو چې د انسان په نفس کې د تاوتریخوالي ریښې وچې نه شي، د یو بل منلو او ښه ګاونډیتوب فضا رامنځته نه شي، نه شو کولای په سیمه کې د یوې امن ټولنې هیله ولرو.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس داوود مرادیان په یادو مراسمو کې وویل، دلته د بېلا بېلو هېوادونو پوهان حضور لري چې د اوسني وضعیت او له هغه څخه د وتلو په اړه خپل نظرونه مطرح کړي.

نوموړي هیله مندي څرګندوي چې یاده ناسته به وکولای شي په افغانستان او سیمه کې د جګړې د کموالي په برخه کې ګټوره واقع شي.

هغه زیاته کړه، د جګړې دوام او په افغانستان او سیمه کې د ناامنۍ زیاتېدل او د سیمې هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د ګواښ زیاتېدل د دې لامل شوي چې ټول سره یو شي او له دې وضعیت څخه د وتلو یوه لار پیدا کړي.

د پاریس د (سیانسو پو) د سیاسي څېړنو د انسټيټيوټ استاد او څېړونکی پروفیسور شهربانو تاج وویل، تر څو چې په سیمه کې د تاوتریخوالي ریښې وچې نه شي، د یوې باامني سیمې هیله دې نه کېږي.

هغه زیاته کړه، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې د یو بل منلو د فرهنګ د جوړېدو لپاره د مخکنیو کسانو د سوله غوښتنې فکرونه مطالعه او عملي کړي.

د تهران پوهنتون د نړیوالو اړیکو غړى دوکتور جهانګیر کرمي هم وویل چې په افغانستان کې اوسنۍ ستونزې او ناامني د دغه هېواد له ژیوپولیتیک موقعیت سره مستقیمې اړیکې لري.

د پوهنتون استاد او څېړونکي لیاقت علي امیري وویل، په هېواد کې د بحران جوړونې عوامل ترهګر او افراطي فکرونه دي چې د بهرنیو لاملونو له امله په هېواد کې د جګړې لامل شوي دي.

څېړونکو او پوهانو په دې ناسته کې د سیمې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره له تېرو تجربو په ځانګړې توګه تيموریانو، غزنویانو، ساسانیانو او نورو دورو څخه پر استفاده کولو ټينګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.