ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د سويابينو د ترويج لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي

خوست کې د سويابينو د ترويج لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي

author avatar
20 Jun 2019 - 14:00
خوست کې د سويابينو د ترويج لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي
author avatar
20 Jun 2019 - 14:00

خوست ښار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د سويابينو د ترويج په موخه يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

دوی وايي چې د دې برنامې د ښه تطبيق په موخه پلان لري چې روان کال پر شاوخوا پنځه نيم سوه جريبه کرنيزه ځمکه باندې د سويابينو اصلاح شوي تخمونه وکري.

د هغوی په وينا چې د سويابينو دغه اصلاح شوی تخم د دغه ولايت ګروندګرو ته د کوکنارو او نورو نشه يي بوټو نه کرلو په بدل کې ورکول کېږي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجينر حفيظ الله شاه نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې د دغه ولايت پنځه نيم سوه ګروندګرو ته د سويابينو تخمونو د توزيع لړۍ پيل کړې ده.

د هغه په وينا چې هر ګروندګر ته د يو جريب کرنيزې ځمکې پر سر ۱۴ کيلوګرامه د سويابينو اصلاح شوی تخم په وړيا ډول ورکول کېږي.

دی وايي: ((موږ تېر کال ۲۵۰ کسانو ته سويابين ورکړي وو، سږ کال د وزارت د ځانګړې پاملرنې په اساس ۵۵۰ کورنيو ته موږ سويابين ورکوو او البته ۵۵۰ جريبه ځمکه به تر پوښښ لاندې نيول کېږي او د دغه نظارت او سروې موضوعات ټول موږ په خپله کوو.))

د نوري په وينا، ګروندګر دې دا اندېښنه نه کوي چې ګني د سويابينو حاصلاتو ته به يې مارکېټ نه شي پيدا، بلکې دولت يې په خپله بېرته له ګروندګرو په ښه بيه اخلي.

د نوموړي په وينا، ښايي د يوې ځانګړې کړنلارې له مخې په دوامدار ډول في کيلوګرام سويابين په څلوېښت افغانۍ بېرته له ګروندګرو واخيستل شي.

هغه زياته کړه: ((د رياست جمهوري د هدايت پر اساس باندې دا بېرته خريداري کېږي او دا به ملي دفاع وزارت او د کورنيو چارو وزارت منسوبينو ته ورکول کېږي، څو په روزمره خوراکي موادو کې ترې استفاده وکړي.))

بلخوا د دغه ولايت ګروندګر هم خوښ دي چې په لومړی ځل د سويابينو اصلاح شوي تخمونه ورکول کېږي او هيله من دي چې عايد به يې د نورو کرنيزو حاصلاتو په پرتله څو برابره ډېر وي.

د اميرمحمد په نوم يوه ګروندګر پژواک اژانس ته وويل: ((د دولت دغه کار ډېره ګټه لري؛ ځکه ګروندګرو ته ډېره ګټه رسېږي او عايد يې هم ډېر لوړ دی او کله چې مارکېټ ته را ووځي نو خلک ترې ښه استفاده کوي.))

د حفيظ الله په نوم د دغه ولايت يوه بل ګروندګر پژواک اژانس سره خبرو کې خوښي وښوده چې د سويابينو اصلاح تخم ورکول کېږي؛ ځکه په وينا يې چې دا بوټی ډېرې ګټې لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.