ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت  ميدان وردګو کې د طالبانو له زندانه د ١٣ کسانو د خوشې کولو خبر ورکړ

دفاع وزارت ميدان وردګو کې د طالبانو له زندانه د ١٣ کسانو د خوشې کولو خبر ورکړ

author avatar
20 Jun 2019 - 19:09
دفاع وزارت  ميدان وردګو کې د طالبانو له زندانه د ١٣ کسانو د خوشې کولو خبر ورکړ
author avatar
20 Jun 2019 - 19:09

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې يې ١٣ تنه د وسله والو طالبانو له زندانه خوشې کړي دي.

له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چک په سېبک، عربان او د بوم تنګي سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه د وسله والو طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.

خو سرچينې د دې خوشې شويو کسانو په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

د دفاع وزارت زياتوي، د یادو عملیاتو په لړ کې د طالبانو د مهماتو یوه ډیپو هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او ترڅنګ یې د هغوى یو سراچه موټر سوځول شوی، څلور کلاشینکوفونه، څلور راکټونه او یو ۸۲ ملي متري توپ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

سرچينه کاږي، د یادو عملیاتو پرمهال د ملاجانان په ګډون څو تنه شکمن کسان هم امنیتي ځواکونو له ځان سره بېولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.