ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند د دهرادون پوځي اکاډمۍ کې لسګونه افغان افسران پر لوړو زده کړو بوخت دي

د هند د دهرادون پوځي اکاډمۍ کې لسګونه افغان افسران پر لوړو زده کړو بوخت دي

author avatar
20 Jun 2019 - 09:40
د هند د دهرادون پوځي اکاډمۍ کې لسګونه افغان افسران پر لوړو زده کړو بوخت دي
author avatar
20 Jun 2019 - 09:40

ډيلی (پژواک، ٣٠ غبرګولی ۹۸): د هندوستان د دهرادون په  پوځي اکاډمۍ کې د افغانستان د ملي اردو ٨٩ افسران پر پوځي لوړو زده کړو بوخت دي.

دغه پوځي اکاډمي د هند د اوتراکانډ ايالت ( Uttarakhand)  په  دهرادون (Deharadun) ښار کې دى چې له کلونو راهيسې افغان پوځي افسرانو ته هم روزنه ورکول کېږي.

له افغانستانه هندوستان ته په رسمي سفر تللي خبريالانو پرون له دې پوځي اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه.

د دې پوځي اکاډمۍ يوه افغان محصل د ملي اردو يوه ارتباطي افسر عرفان الله عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال په دې پوځي اکاډمۍ کې د ملي اردو ۸۹ افسران پوځي لوړې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: "د سیمې په کچه د هند دغه پوځي اکاډمۍ ډېره پرمختللې ده، پوځيانو ته په کې هر ډول پوځي روزنه او زده کړې ورکول کېږي."

د ده په وینا، کوم افغان افسران چې په دې اکاډمۍ کې پر پوځي روزنه بوخت دي، په افغانستان کې يې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې او دوی ته د يوکال لپاره پوځي روزنه ورکول کېږي.

عطايي زياتوي: "دلته محصلینو ته د سپکو او درنو وسلو کارول او هغه تاکتیکونه ور ښودل کېږي چې څنګه پر کورونو او بلاکونو بريد کوونکي بريدګر پيدا او له منځه يې يوسي.

د دې پوځي اکاډمۍ هندي پوځي افسر پژواک ته وویل چې په اکاډمۍ کې پوځيانو ته بېلابېلې پوځي زده کړې ورکول کېږي څو د جګړې په ډګر کې ښه رهبري وکړای شي.

د ده په وینا، په دې اکاډمۍ محصلینو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې دي، څو په پوره ډاډ وکولای شي روزنه ترلاسه کړي.

سرچینه وايي، تر اوسه په دې اکاډمۍ په ۱۴۶ دورو کې څه باندې ۶۶۰ افغان پوځيانو روزنه ترلاسه کړې او ډېر ژر به ۵۰ نور افغان پوځيان هم يادې اکاډمۍ ته معرفي شي.

دغه هندي پوځي افسر وايي، په دې اکاډمۍ کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۳۳ هېوادونو افسران د لوړو پوځي زده کړو په ترلاسه کولو بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.