د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار- اروزګان لارې پرانیستلو عملیات دوام لري

د کندهار- اروزګان لارې پرانیستلو عملیات دوام لري

Jun 20, 2019 - 17:20

کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان لارې د پرانیستو او خوندیتوب په موخه د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات او پوځي تاسیساتو جوړول دوام لري.

د دې لارې کنټرول له شاوخوا یو کال راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.

که څه هم دوه میاشتې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د دغې لارې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی و، خو داسې ښکاري چې لا هم دغه لاره د ناامنیو او ماینونو له امله په بشپړه توګه تګ راتګ ته اماده نه ده.

د دغې لارې ۳۸ کیلومتره د کندهار له شمالي ولسوالۍ شاولیکوټ څخه تېرېږي چېرې چې وسله وال مخالفین ډېر فعال دي او دغه لار یې ناامنه کړې ده.

د شاولیکوټ امنیه قوماندان سمونوال پاچا پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس مهال د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات د دغې ولسوالۍ په کندلانو، چنار او ماڼو سیمو کې روان دي چې د اروزګان لار ورڅخه تېرېږي.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه د دغې لارې د امنیت ساتلو لپاره چمتو دي او هره ورځ د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات کېږي.

دی وايي، په روانه اوونۍ کې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

ده وویل، د عملیاتو تر څنګ د لارې په اوږدو کې د لسګونو امنیتي پوستو پر جوړولو کار روان دی څو خلکو ته پر دغه لار د ډاډمن تګ راتګ اسانتیا برابره شي.

بل خوا د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک ته وویل چې د کندهار د والي حیات الله حیات، د ملي اردو، امنیې قوماندانۍ او د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د استازو په ګډون یوه پلاوي تېره ورځ دغې ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

د کندهار والي حیات الله حیات د دغه سفر پر مهال خبر ورکړ چې ډېر ژر به د کندهار- اروزګان لار پرانیستل شي او ورسره جوخت به یې د جوړولو چارې هم پيل شي چې د ناامنۍ له امله درېدلې دي.

دغه راز هغه د لارې په اوږدو کې د ۳۰ کلیو له استوګنو سره د بېړنیو مرستو خبر هم ورکړی و.

ده هم یادونه کړې چې د لارې د امنیت ساتنې په موخه به د لارې په اوږدو کې نظامي تاسیسات جوړ شي.

که څه هم چارواکي د دغې لارې د خلاصون او رغونې خبرې کوي خو خلک پرې باور نه کوي او وايي، چارواکو دا څو کلونه خلک په دغسې خبرو تېر ایستلي خو عملا یې هیڅ هم نه دي کړي.

د کندهار- اروزګان لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې د لارې ناامنۍ او  خرابوالي له سختو ستونزو سره مخ کړي او چارواکي یوازې وعدې کوي.

د دغې لارې یوه موټر چلوونکي رحمت الله پژواک ته وویل، له یوې خوا دغه لار ناامنه ده او له بلې خوا سخته خرابه ده چې د دوی د دوو ساعتونو سفر یې شپږو ساعتونو ته اوږد کړی دی.

دی زیاتوي، لاره خامه او سخته خرابه ده، سره له دې چې ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري خو مجبور دې د خپلو اړتیاوو له مخې په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې تشې وعدې دې نه کوي بلکې دا ځل دې  د لارې امنیت خوندي کړي او  هم دې د لارې جوړولو غم وخوري.

د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې هم د کندهار- اروزګان لارې د خلاصون لپاره ۱۲ ورځې عملیات شوي وو او لار پرانیستل شوې وه خو تر څلورویشتو ساعتونو وروسته بیرته د وسله والو لاس ته ولوېده.

د دې لارې کنټرول له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.

د کندهار- اروزګان لاره تر شاولیکوټ ولسوالۍ پورې پخه ده خو د دې ولسوالۍ له وچ باختو بیا د اروزګان د مرکز ترینکوټ تر تناوچي سیمې ۳۸ کیلومتره سړک نه یوازې خراب او خام دی، بلکې د  ناامنۍ له امله پرې تګ راتګ ممکن نه دی.

شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو د کندهار- اروزګان عمومي لاره بنده کړه او حکومت یې پر ځای همدا فرعي لاره جوړه کړې چې تر اوسه تګ راتګ ته نه ده اماده شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement