کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): عبدالرب رسول سیاف د جوړجاړي له لارې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ او ویې وویل، د اوسنۍ جګړې دوام جواز نه لري.
استاد عبدالرب رسول سیاف چې نن یې د امام ابوحنیفه د شخصیت په اړه د جوړ شوي سمپوزیم په دویمه ورځ خبرې کولې وويل، امام اعظم د فقې استاد و او نه یوازې اسلامي نړۍ بلکې ټول بشریت ته یې ستر خدمت کړی دی.
هغه زیاته کړه، د امام اعظم (رح) یوه ځانګړتیا چې تر اوسه ترې بشریت ګټه اخلي د فقې پراختیا ده، او هرې تازه موضوع ته یې د الله «ج» د کتاب او رسول الله «ص» د سنتو مطابق ځواب ورکړی دی.
نوموړي وویل، ډېری هېوادونه د خپلو قوانینو په جوړولو کې له حنفي فقې استفاده کوي او د فرانسې په مدني کود کې وګورئ چې له حنفي فقې یې شاوخوا ۷۰ سلنه ګټه اخیستې ده.
دده په خبره، یو شمېر کسان چې مجتهدین او د نظر خاوندان نه دي او د تمیز مرحلې ته نه دي رسېدلي خو د مجتهد کېدو دعوا کوي له هغو کسانو تقلید کوي چې ان د امام اوبو حنیفه شاګردان هم نه دي.
سیاف وویل: ((ددې تر څنګ چې مسلمانان یو، حنفي د حنفي پر وړاندې جګړه کوي، د جګړې د دوام لپاره جواز څه دی زه د جګړې د دوام لپاره جواز نه وینم.))
نوموړي وایي: ((راځئ سره کېنو او خپلې مسالې د جوړجاړي له لارې حل کړو، جګړې ته اړتیا نشته او باید پای ته یې ورسوو او نه ورته ووایو.))
هغه روښانه کړه، راځئ جګړې ته د الله ج د کتاب او رسول الله ص د سنتو په رڼا کې حللاره پیداکړو او سختۍ ته هېڅ اړتیا نشته.
دغه راز نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د پروان ولایت مرکز (چهاریکار) د امام اعظم یا ابوحنیفه په نوم ونوموي او دغه راز دې په یاد ولایت کې یو څېړنیز مرکز چې مخکې یې د جوړېدو ژمنه کړې هم د امام اعظم په نوم ونوموي.
امام اعظم (رح) چې پر امام ابوحنیفه مشهور دی او د (۸۰ ــ ۱۵۰ هـ ق) کلونو تر منځ یې ژوند کړی د کوفې مشهور فقیه او واعظ، د حنفي مذهب بنسټ اېښودنکی او د افغانستان اصلي اوسېدونکی و چې پلویان یې حنفیان یادېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن