غزني ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې يو طالب له يو رينجر موټر سره يوځاى نيول شوى او دوو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو طالب قوماندان له رينجر موټر سره يو ځاى نيول شوى دى.
د نور د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه رينجر موټر پر غزني ښار د ډله ييز بريد پر مهال له ځان سره بيولى و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، وسله والو طالبانو شاوخوا يو کال وړاندې پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې د يو شمېر وسايطو تر څنګ يې يو شمېر وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن