کابل (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې ټينګار يې وکړ اسلام پېژندنه دې زموږ په پوهنتونونو، ښوونځیو او ادارو کې په اساسي تګلاره بدله شي، وويل، د امام اعظم (رح) افکارو ته رجعت د افغانستان او اسلامي نړۍ هوساینه او وفاق تامینوي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د امام اعظم ابو حنیفه(رح) بین المللي سمپوزیم اختتامیه مراسمو کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
جمهور رئیس غني د دغه سمپوزیم د جوړولو په خاطر د مننې او د سعودي عربستان، ترکیې، عراق، هند، مصر، چین، استرالیا، مالیزیا، اوزبیکستان، پاکستان، بنګله دېش، تاجکستان او قزاقستان څخه راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وویل، زموږ د تېر او حال بنسټ امام اعظم(رح) اېښی او په درېیمه هجري پېړۍ کې د فقهې، کلام او مذهبونو ټولو اصولو او قواعدو شکل وموند.
ده وویل، امام ابوحنیفه د ظاهرګرایانو پر وړاندې اجتهاد رامنځته کړ چې د اسلامي فقهې په غوړېدو کې د ستر بدلون لامل شو او د فقهاوو د اجتهاداتو او وروستیو مجتهدینو لپاره یې لار پرانیسته.
هغه زیاته کړه، امام ابوحنیفه ډېر زیات زحمتونه وګالل ترڅو اجتهاد دوام ومومي.
ده څرګنده کړه، زموږ د ټولنې نظم مذهبونه او فقها تشکیلوي او هر څوک چې له تورې سره راغلل، علماوو هغه غلي او ارام کړل.
ده زیاته کړه، زموږ علماوو او صوفیانو د ټولنې نبض او ریښې وساتلې.
نوموړي وویل، هر ځل چې زموږ پر دولت برید شوی، زموږ د ټولنې قوت ښکاره شوی، زموږ د ټولنې قوت زموږ له عقیدې او عقیده مو له مذهب څخه سرچینه اخلي. باید له یاده ونه باسو چې د امام ابوحنیفه او امام جعفر ترمنځ دوامداره اړیکې او بحثونه موجود وو، افغانستان د مذهبي یووالي بېلګه ده او موږ پرې ویاړو.
د هغه په وينا، امام اعظم (رح) په بېساري قاطعیت سره د ټولو متخاصمو ډلو پر وړاندې د تکفیر دروازه وتړله او اعلان یې وکړ چې اهل قبله په مسلمانۍ کې شریک دي او هیڅ مذهب او ډله حق نه لري چې څوک د ایمان له دایرې څخه خارج کړي.
ده زياته کړه، د امام اعظم (رح) افکارو ته رجعت د افغانستان او اسلامي نړۍ هوساینه او وفاق تامینوي.
هغه څرګنده کړه، اسلام پېژندنه دې زموږ په پوهنتونونو، ښوونځیو او ادارو کې په اساسي تګلاره بدله شي.
غني وویل: امام اعظم(رح) په سترو سوداګریزو فعالیتونو کې ګډون کاوه او د بازار له وضعیت سره بلد وو او د معاملاتو په برخه کې د حنفي مذهب واضح اصول لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن