کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولی ٩٨): د ټاکنو کمېسیون د مرستیال د ادعا له مخې، په ارګ کې داسې کسان شته چې د دغه کمېسیون قانوني اسناد یې ځنډولي او هغه اسناد چې هېڅ قانوني توجیه نه لري، هڅه کوي چې ژر منظور شي.
دغه څرګندونې د ټاکنو کمېسیون مرستیال مولانا عبدالله نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وکړې.
نوموړي وویل، په ډېری مواردو کې په کمېسیون کې کسان په انتخابي توګه ګومارل کېږي.
دی وايي: ((ولسمشرۍ ریاست ته د کمېسیون په رقابتي ازموینه کې د یو شمېر بریالیو کسانو د اسنادو د منظورۍ وړاندیز نه کېږي او که وړاندیز هم وشي، د ارګ ادارې یې له کوم لامل پرته ځنډوي.))
هغه زیاته کړه: ((ځیني هغه مامورین چې مخکې یې د ټاکنو کمېسیون په دارالانشا او نورو ادارو کې دندې درلودې او د ناوړه چلند له امله له دندو ګوښه شوي وو، د نافذه قوانینو له مخې تر راتلونکو دوو کلونو په دولتي ادارو کې کار نه شي کولای، خو په هر ډول چې وو، دویم ځلي یې دولتي دندې اخیستې چې دغه کار خلک اندېښمن کړي دي.))
هغه زیاته کړه، دغه کسان ان کولای شي له دندې تر ګوښه کېدو یوه اوونۍ وروسته له ارګه د ټاکنو کمېسیون د یوه ریاست د سرپرستۍ امر ترلاسه کوي.
د ټاکنو کمېسیون د مرستیال په خبره، په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې یو کال مخکې په خپلو کاري محلونو کې پر فساد تورن شوي وو چې نه څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي او نه هم له دندو ګوښه شوي دي.
مولانا عبدالله وویل، د ټاکنو کمېسیون ځيني بستونه چې مخکې اعلان شوي وو، ځنډول شوي او د دارالانشا تش بستونه هم د ناڅرګندو لاملونو له امله نه اعلانېږي.
د نوموړي په خبره، د ټاکنو نوي قانون وړانوینه کړې چې د جذب لپاره د ټاکنیزو کمېسیونونو او اداري اصلاحاتو ترمنځ دې یوه کړنلاره په نظر کې ونیول شي چې په وسیله به یې د ټاکنو کمېسیون دایمي مامورین جذبېږي.
خو د ولسمشرۍ ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو کمېسیون ټولې ګومارنې د اداري اصلاحاتو له لارې ترسره کېږي او ارګ په کې هېڅ مداخله نه کوي.
هغه زیاته کړه، په ارګ کې د ټاکنو کمېسیون هېڅ اسناد نه دي ځنډول شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن