کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): د چين حکومت منلې چې له امريکا سره د اووم پړاو له خبرو اترو مخکې د طالبانو د قطر پلاوي دغه هېواد ته سفر کړى دى.
چين ته د طالبانو د پلاوي سفر اوازې له تېرو څو ورځو راهيسې دي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته د دغه سفر په اړه ناخبري ښودلې وه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د غبرګولي په ۳۰مه په بيجنيګ کې د يوې خبري غونډې پر مهال ومنله چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی په سفر ورغلى و.
دا سفر په داسې حال کې شوى چې ټاکل شوې ده نږدې راتلونکې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنـځ د خبرو اترو اووم پړاو پيل شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې ملا برادر له چينايي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر روانې پروسې او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې اترې کړې دي.
هغه زياته کړې، چين د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د خبرو او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
لو کانګ وايي: ((دغه موضوع او په دې اړه مو خپل دريځ ملا برادر ته په ډاګه کړ.))
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې له طالبانو سره يې په دې موافقه وکړه چې د افغان شخړې د هواري لپاره به سياسي هلو ځلو ته ادامه ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن