د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند، غزني، بامیان او غور ښځو د سولې غوره طرحه وړاندې کړه

د هلمند، غزني، بامیان او غور ښځو د سولې غوره طرحه وړاندې کړه

Jun 21, 2019 - 13:36

بامیان (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازولۍ «د سولې کوډ» تر نامه لاندې د سولې د غوره طرحې وړاندې کولو په منظور د ۲۷ ولایتونو د ښځو ترمنخ سیالي ترسره کړه.

د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ «د سولې کوډ» تر عنوان لاندې د عملي فکر رقابتي سیالي له ۲۷ ولایتونو د ۷۵ ښځو ترمنځ په بامیان ولایت کې ترسره کړه چې له وړاندې شوو طرحو د څلورو ولایتو (هلمند، غزني، غور او بامیان) د ښځو د سولې طرحه د ملګرو ملتونو او ښځو چارو وزارت د داورانو له خوا د غوره طرحې په توګه وپېژندل شوه.

د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان مشرې الیتا مېلر پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه پروګرام کې له ټول افغانستانه شاوخوا زرو کسانو د ګډون غوښتنه کړې وه چې له دې ډلې ۷۵ کسان له ۲۷ ولایتونو په لسو کاري ګروپونو کې چې ۹۰ سلنه یې ښځې وې، په دغه پروګرام کې ګډون وکړ.

نوموړې زیاته کړه چې ګډون کوونکو وروسته له څلور ورځني ګروپي کار او بحث څخه خپلې عملي طرحې تېر ماښام وړاندې کړې چې له یو له دغو ګروپونو د سولې لپاره خپله عملي غوره طرحه وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه چې غوره شوې طرحه به د بلجیم، ډنمارک، فنلنډ، ناروې، سویډن او د افغانستان مدني ټولنې په همکارۍ د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې له خوا پلې شي.

د هلمند اوسېدونکې زهرا چې ټیم یې د سولې طرحې برخه کې وړونکی ګڼل شوی، پژواک ته وویل: ((زموږ طرحه دا وه چې ښځې کولای شي د یوه سیستم، ویبسایټ او ټولنیزو شبکو له لارې د سولې په برخه کې خپل رول پیدا کړي او د سولې په مسایلو کې شریکې شي.))

هغې څرګنده کړه چې د ګروپ غړو یې یو ځانګړی میکانیزم طرحه کړی څو له لارې یې له ټوله افغانستانه ښځې وکولای شي د سولې په برخه کې خپل نقش ولوبوي.

د هغې په خبره چې ښځې له دې لارې کولای شي د سولې په اړه خپل نظرونه له دولت او یا له هغو بنسټونو سره چې د سولې په برخه کې کار کوي، شریک کړي او دغه راز د سولې په اړه خپل فکر څرګند کړي.

له کندهاره یوې ګډون کوونکې فرزانې ظفري وویل: ((موږ ښځې په خپلو کې سره راټولې شوې یو، څو د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه او رول ډېر کړو.))

هغې زیاته کړه چې د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون لپاره غورې طرحې ځانګړې شوې دي او دغه طرحې به په عملي بڼه پلې شي او دا به د ښځو لپاره یوه هیله مندي وي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement