ايبک (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨): د سمنګان سلګونه اوسېدونکو وروسته له هغه د لاریون په ترسره کولو د مجرمانو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه چې ناپېژاندو وسله والو ددغه ولایت په مرکز کې د یوتن سر پرې کړی او بل ځوان یې پر ډزو وژلی دی.
لاریون کوونکي وايي، تېره شپه د سمنګان ولایت د مرکز اړوند سرغاني کلي کې د عبدالمنان په نوم له ۲۱ کلن ځوان څخه سر پرې شوى او د رستم ایبک په سیمه کې د روح الله په نوم ۳۰ کلن ځوان پر ډزو وژل شوى دى.
لاریون کوونکي له پلي تګ وروسته د ولایت مقام د کنفرانس په سالون کې راټول شول.
د لاریون کوونکو په استازيتوب حاجي نجیب الله خرمي وویل، پولیس په دغه ولایت کې د امنیت ساتلو په برخه کې پاتې راغلي ځکه په دې وروستیو کې د ولایت په مرکز کې وسله والې غلاوې او وژنې ډېرې شوې دي.
هغه ادعا وکړه چې یو شمېر مجرمان خوشي کېږي خو نیول کېږي نه.
د سمنګان ولایت مرستیال او سرپرست صفت الله سمنګاني لاریون کوونکو ته د خبرو پر مهال امنیتي سرتېرو ته دنده لارښوونه وکړه چې د یادو دوو ځوانانو «عبدالمنان او روح الله» د قاتلینو د نیولو لپاره دې اقدام وکړي او په راتلونکو درېیو ورځو کې یې دې د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه راز نوموړي وویل، هغه کسان به چې په وژلو تورن دي او خلکو یې دوی ته نوملړ سپارلی هم ونیول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن