ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمندکې  ٢٧٤ ښوونځي ودانۍ نه لري

په هلمندکې ٢٧٤ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
22 Jun 2019 - 15:25
په هلمندکې  ٢٧٤ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
22 Jun 2019 - 15:25

لښکرګاه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨): د هلمند په مرکز او ولسواليو کې له څه باندې څلور سوه ښوونځيو څخه ٢٧٤ يې ودانۍ نه لري او ٧٦ نور يې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د خواجه بابا ښوونځي يو تن زده کوونکي فريد احمد د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو کلونو راهيسې دوى په خېمو کې زده کړې کوي.

هغه وايي: ((زموږ مکتب تعمير نه لري، په سره ګرمۍ کې ترخېمې لاندې درس وايو سخته ګرمي ده، هېڅوک سم درس نه شي يادولى.))

دغه راز د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي سيد شاه پژواک ته وويل، سره له دې چې په مرکز کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري، زده کوونکو ته کتابونه هم په وخت نه ورکول کيږي.

ده وويل چې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د جګړې له امله ګڼ شمېر ښوونځي يا په ټوليزه توګه له منځه تللي او يا هم بيارغولو ته يې اړتيا پيدا کړې ده.

همدرانګه د ګرشک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې هم ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغه وايي: ((موږ حيران يو چې دا دومره پيسې د معارف په نوم چېرته مصرفيږي، يو شمېر ښوونځيو ته خو تر اوسه بېخي ودانۍ نه دي جوړې شوي او ځينې نور يې  بيا د جګړو له امله او يا هم د خراب کيفيت له امله له منځه تللي دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې په دغه برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

بلخوا بيا د هلمند د پوهنې رييس محمد شاه صفاري هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ٤٢١ ښوونځيو له ډلې ٢٧٤ يې ودانۍ نه لري.

ده وويل: ((په دې اړه مې له وزارت سره خبرې کړي، د سږ کال لپاره يې راته د ٩٩ ښوونځيو بوديجه منظوره کړې ده.))

صفاري وايي، پلان لري چې د روان کال په اوږدو کې د يو شمېر ښوونځيو د بيارغولو چارې هم پيل کړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.