ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاکرېز اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ د لارې جوړولو غوښتنه کوي

د خاکرېز اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ د لارې جوړولو غوښتنه کوي

author avatar
22 Jun 2019 - 17:13
د خاکرېز اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ د لارې جوړولو غوښتنه کوي
author avatar
22 Jun 2019 - 17:13

کندهار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۸): امنیتي ځواکونه له تېرې یو میاشتې راهیسې په خاکرېز کې په عملیاتو بوخت دي چې دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لار یې پرانیستې او د وسله والو محاصره یې ماته کړې ده.

د خاکرېز ولسوالۍ شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ چې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله یې کندهار ښار ته پناه راوړې وه، بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.

د دغې ولسوالۍ همدا اوسېدونکي وايي، د لارې له خلاصون او امنیت وروسته دې دوی ته خدمات وړاندې شي او د کندهار ښار- خاکرېز لار دې ورغول شي.

د خاکرېز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اخترمحمد چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای یې له خاکرېز څخه د ناامنیو او نورو ستونزو له امله کندهار ښار ته پناه راوړې وه، اوس بېرته خپلې ولسوالۍ ته ستون شوی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ چې په کندهار ښار کې اوسېدې بېرته ولسوالۍ ته ستنې شوې دي.

خو دی وايي، دغلته د ناامنیو له امله د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې خدمات نشته، هیله ده دولت دغې برخې ته هم پاملرنه وکړي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې له کندهار ښار څخه- خاکرېز ولسوالۍ ته غځېدلې لار دې هم ورغول شي، ځکه دغه لاره خامه ده او وسله وال ماینونه په کې ځای پر ځای کوي چې ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ده په خبره، د سړک په پخېدو به یې امنیت ساتل اسان شي او د دې تر څنګ به خلکو ته د اړتیاوو پر مهال د سفر او د دوی د کرنیزو محصولاتو د صادرولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی خان محمد هم ورته غوښتنه کوي او زیاتوي چې لاره دې جوړه شي او په اوږدو کې دې یې د خوندیتوب په موخه امنیتي پوستې جوړې شي.

ده پژواک اژانس ته وویل، خلکو د لارې د بندېدو له امله سختې ورځې زغملي او نه غواړي دغه ولسوالۍ بیا ناامنه شي.

د کندهار ښار- خاکرېز لار چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د سروې چارې یې دوه کاله وړاندې پيل شوې چې بیا د نا امنۍ له امله درېدلې وې.

د کندهار د فواعد عامې رییس څه موده وړاندې پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د ۲۳ کیلومتره په واټن د دغې لارې د سروې چارې بشپړې شوې وې چې وروسته د ناامنۍ له امله درېدلې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.